چهارشنبه , 15 مې 2024

وسله وال طالبان د تاوتریخوالي په کمولو هوکړه کوي

وسلوالو طالبانو ته نږدې سرچینې ویلي، چې د کوټې شورا د اوربند پرځای د لنډ مهال لپاره د تاوتریخوالي په راکمولو کار روان کړی، له مخې به یې په لویو ښارونوکې ځانمرګي بریدونه نه کېږي او ولسوالیو باندې به تهاجمي حملي نه ترسره کېږي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، دغې ډلې د اوربند پر ځای د لنډ مهال لپاره د تاوتریخوالي د راکمولو پر طرحه کار روان کړی دی. سرچینه وايي، په دې طرحه کې په لویو ښارونو کې د طالبانو لخوا د ځانمرګو، موټر بمونو او تهاجمي بریدونو نه ترسره کوي، د ولسوالیو نه نیول او د لویو لارو نه تړل شامل دي.   پخوانی طالب چارواکی جلال الدین شینواری وايي، قطر ته د طالبانو ستون شوي پلاوي له کویټې شورا څخه همدا طرحه او هوکړه وړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سرچینې راتلونکو څو ورځو کې د مذاکراتو د بیا پیل خبر هم ورکوي او وايي د نوي کال له رخصتیو وروسته له امریکا سره د مذاکراتو دمه پای ته رسېږي.