وفادار مومند د ټپ له امله اسیا جام کې نه شي لوبیدی

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکی وفادار مومند، چې د اسیا جام سیالیو لپاره په لوبډله کې غوره شوی وو د ټپ له امله نه شي کولای لوبې ترسره کړي.

له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې نوموړی متحده عربي اماراتو کې د تمرین پرمهال د ملا برخه کې ټپي شوی، چې د ډاکټرانو له لوري ورته د ((ام ار ايي) له معایناتو وروسته د شپږ اونیو ارام سپارښتنه شوې ده.

له یادې مودې وروسته به هم تر څلورو اونیو پورې له درملنې لاندې وي او کله، چې ډاکټرانو اجازه ورکړه بېرته به خپلو لوبو ته ستون شي.

د غوراوي کمېټې د پرېکړې له مخې به په راتلونکو لوبو کې د نوموړي پرځای محمد یمین احمدزی، چې په نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړي په توګه شتون لري، ګډون کوي.

وفادرا مومند د افغانستان لپاره تر اوسه کومه نړیواله ۵۰ اوریزه او شل اوریزه نړیواله لوبه نه ده ترسره کړې، خو د هند پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه کې ولوبېد او دوه ویکټې یې واخیستې.

یمین احمدزي د افغانستان لپاره یوه ټېسټ، درې ۵۰ اوریزې او دوه شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړي، چې په ټېسټ کې یې درې، ۵۰ اوریزو کې دوه او شل اوریزو لوبو کې یې پنځه ویکټې اخیستي دي.

وفادار مومند میډیوم او یمین احمدزی میډیوم پسټ توپ اچونکی دی او دواړه په ښي لاس توپ اچونه کوي.

خبریال : نصرت الله عمرزی