ولسمشرغني داسې سوله غواړې چې دافغانانوهويت، حيثيت او د نظام مشروعيت په کې خوندي وي

لیکوال: محمد اسلم هڅاند

ولسمشر غني خپله واکمنې له ګڼو ننګونو سره پیل او لا تر اوسه دوام لري، مګر بیا هم ده  وکولای شول چې، د هر ممبر، دریځ، غونډې ملي او نړیوالو کنفرانسونو له لارې دنیاوالو ته دا جوته کړي چې افغان دولت د سولي په اړه واضع پیغام لري او هرچیرې چې ممکنه وي له مخالفینو سره کښېني او د سولې په اړه ورسره خبرې کوي.

ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ  له سره له بېلا بېلو زاویو د سخت کار په نتیجه کې دېته زمینه برابره کړه چې د افغانستان جګړه ناروا وبولي او خلکو ته وښیي، تر څو مونږ سوله غواړو او هغه څوک چې دلته جګړه کوي په حقه نه دي، نو ښه به دا وي، څو د یوه میکانیزم له لارې خپل وطن ته راشي او د نظام سره یوځای ددې هېواد په جوړونه کې برخه واخلي.

ددې له پاره چې افغان جګړه ناروا وبلل شي د ډېرو لویو او وړو هڅو سربېره یې په کابل کې د درې زره دیني عالمانو راغونډولو له لارې افغان وژنه وغندله او  شته جنګ یې فتنه وباله. همدارنګه په اندونیزیا او تاجکستان کې د بېلو، بېلو کنفرانسونو په مرسته جنګ او ولس وژنه وغندل شول او د دې جنګ د ختمېدوغوښتنه یې وکړه.

سربېره پردې يې په مکه مکرمه کې د درې دېرشو هیوادونو د عالمانو په اسلامي کنفرانس کې څرګنده کړه چې دلته جنګ تپل شوی دی او جګړه مشروعیت نه لري. همدا ډول یې د مکې معظمې د امام له خولې هم مخالیفینو ته پیغام ورکړ چې جنګ شر دی او سوله کې خیر دی، نوو، نو باید د ولس وینې توی نه شي.

د پورته منډو ترړو دا څرګندیږي چې ولسمشر سوله غواړي، خو داسې سوله چې په هغې کې د افغان ولس هويت، حيثيت، د نظام مشروعيت او تیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې  ساتل شوي وي.

په تېرو اتلسو کلونوکې ولسمشر اشرف غني په مختلفو برخو کې بې شمیره لاس ته راوړنې لرلي چې ځینې مثالونه یې لکه د چابهار، حیرتان او اقینې بندرونو فعالیدل او یا د اورګاډي  پټلیو په واسطه له ګڼوهېوادونو سره نښلول. د نوي رادار سیستم ایجاد. د هند، ترکیې، اروپا، سعودي، چین، قزاقستان، اندونیزیا او همداسې نورو هېوادونو سره د هوایي دهلېزونو له لارې سوداګري پیلول.

په کور د نننه د خان سټیل او میهن سټیل د اوسپنې ویلي کولو، الکوزي د غیر الکولي مشروباتو فابریکې، د هرات سلما د دایکنډي سوختک بندونو جوړول، همداسې د بدخشان دشورابک، د کونړ ماڼوګې، د کابل شاه اوعروس، د هرات د پاشدان او د نیمروز د کمال خان بندونو باندې روان کار او په مختلفو نورو ولایتونو کې د اوبو بندونو دسروې او ډیزاين  کارونو بهیر بې مثاله لاسته راوړنې بللی شو.

دسولي په برخه کې یې تر دې دمه حزب اسلامي سره په کامیابۍ سوله وکړه، له مخالفینو سره یې درې ورځنی اوربند اعلان کړ او د دوی سره هم د سولې راوستو په پار بې شمېره لیدنې کتنې، کنفرانسونه ترسره شوي او لا دوام لري چې د هرې ورځې په تېریدو سره نوي او هېله بښونکي خبرونه لرو.

ولسمشر غنې په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې د تدارکاتو د کمیسیون له لارې تر ډیره د فساد مخه نیولې ده، په ادا رو کې اصلاحات راغلي، ځوانان پر دندو ګومارل  شوي او نظام له یوې نه بلې ورځې ته غښتلتیا خوا ته روان دی، چې له امله یې په ډېرو سیمو کې غیر مسؤول وسله وال نیول شوي، د قدرت خپل سري جزیرې له منځه تللي او له ډېرو چورواکو څخه دولتي غصب شوي ځمکې بېرته دولت ته سپارل شوي دي.

څه رنګه چې دا ټولې لاسته راوړنې د کلونو، کلونو زیار، سترو ستړیاوو او همداشان د لسګونو زرو امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو په نتیجه کې تر لاسه شوي دي، نو اوس لازمه ده چې داسې یوه سوله ایجاد شي، څو د سرتیرو قربانۍ، ټولنيز عدالت، مساوات، د ښځو حقوق او نورو اتلس کلنو پرمختګونو ارزښتونه پکې خوندي وي.

د دې له پاره چې پورته ټول اساسات په نظر کې نیول شوي وي ولسمشر اشرف غني د سولې په موخه څو کلنه ستراتیژي رامنځ ته کړه، چې له مخې یې ګاونډیان دې ته قانع کړي،  څو افغانستان سره له دښمنۍ لاس په سرشي او ټولې هغه مخالفې ډلې، ټپلې چې د سولې په ځای يې جنګ ته مخه کړي او یا یې په یو نه یو ډول مخالفت کوي دسولې خبرو ته وهڅوي او د مذاکراتو میز ته یې حاضرې کړي.

ولسمشر تر وسه هڅه کړي چې نړیوال باور رامنځته کړي او د حکومت په مشرۍ د سولې مذاکرات پیل او ټولو مرستندویه ادارو او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې افغانان سوله غواړي او هر چیرته چې څوک وغواړي دوی ورسره ستونزه نه لري، خو دا سوله باید په داسې ډول رامنځ ته شي چې مخالف لوري د ګډ تفاهم په نتیجه کې د دولت د لاپیاوړیتا له پاره ګډ کار وکړي.

سربېره پر دې چې ګاونډیان د موقت حکومت له پاره د بې ځایه څرګندونو او لاسوهنو هڅه کوي، خو  بیا هم افغان ولسمشر د داسې سولې غوښتونکی دی چې هغه د نظام د لا ټینګښت او پرمختګ سبب شي، نه دا چې پخوانیو لسیزو ته وګرځې. ځکه چې ولسمشر او هم ولس له تېرې نویمې لسیزې ډېرې ترخې تجربې لري او نه غواړي، څو دا توره دوره بیا تکرار شي.

ولسمشر غني د افغان حکومت د يوه اساسي لوري په توګه د سولي مذاکراتو باندې ځکه ټینګار کوي چې تېر کې د مذاکراتو څخه د موجوده نظام ليرې ساتلو تجربه ناکامه شوې او بیا تکرار یې افغانانو ته د منلو وړ نه ده. دوی پوهیږي، که چیرې دا مذاکرات د افغان حکومت د يوه اساسي لوري په ډول پر مخ ولاړ نه شي، نو عواقب به یې په څرګند ډول داسې خراب وي لکه څنګه چې د شهید ډاکټر نجیب الله په دوره کې نه جبرانيدونکي ستونزې ایجاد، نظام ړنګ او آن تر ننه پورې وینې بهیږي.

ولسمشر اشرف غني دسولې مذاکرات په داسې ډول پرمخ بیول غواړي چې په نیږدې راتلونکې کې به د هېواد په سطحه یوه لویه مشورتي جرګه چې  په هغې کې به د افغانستان له هر کونج څخه علمای کرام، قومي مخورسپین ږیري، ځوانان، ښځې، د مدنې، سیاسي او ټولنیزو بنسټونو استازي ګډون ولري راوغواړي او د دوی سلا مشورو په نتیجه کې به د یو باصلاحیته ټیم له لارې له مخالف لوري سره د سولې مذاکرات پیل کړي.

که یې را لنډه کړو، ولسمشر غني داسې یوه پایښت لرونکې سوله غواړي چې په هغې کې له ګاونډیو سره دښمني په دوستي بدله شي، له منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو سره تجارتې اړیکې لا پراخې شي، له نړیوالو سره ډېپلوماتیکې اړیکې غښتلې شي، د اساسې قانون ارزښتونه وساتل شي او په ټوله کې دتېرو اتلسو کلونو هلې، ځلې او لاسته راوړنې پرخپل ځای پاتې اوسې.

اوس ولسمشر غني کوښښ  کوي چې مخالف لوري سره د افغان حکومت له ادرسه مخامخ خبرې وکړي او د افغانستان له پاره یوه پایښت لرونکې، داسې سوله چې په هغې کې ملي ارزښتونه، تېرې قربانۍ، مساوات، اجتماعي عدالت او پر مختګ تآمین وي رامنځته کړي.