ولسمشرغني دلوړ پوري پلاوي په مشرۍ المان ته ولاړ

ولسمشر غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د مونیخ په ۵۶ امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه نن سهار المان ته لاړه، څو هلته په یاده غونډه کې ګډون وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلې، چې ولسمشر به په یاد کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره په کتنو کې د افغانستان د سولې، امنیتي او نوور اړوندو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړي.