ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا د متحدو ایالتونو له مرستيال ولسمشر مایک سره په ټیلیفوني خبرو کې پر يو شمېر مسایلو غږېدلی دی.
مایک پنس د اوربند په اړه د جمهوررئیس غني او د افغانستان حکومت په مدبرانه ګام خوښي وښوده او وې ستایه.
د امريکا مرستيال ولسمشر د سولې له پروسې څخه د امریکا د دولت ملاتړ اعلان کړ او د اصلاحاتو په برخه کې یې پرمختګونه وستایل. هغه یو ځل بیا په افغانستان کې د ټاکنو له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړ.
په دغو دوه اړخیزو خبرو کې ولسمشر محمداشرف غني او د متحدوایالتو د جمهوررئیس مرستیال، تروریزم سره په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
د امریکا د جمهوررئیس مرستیال په ټینګار سره وویل، امریکا د افغان حکومت له پرېکړو ملاتړ کوي.