له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د اروپایي ټولنې، یوناما او د افغانستان د ټاکنو په برخه کې د مرسته کوونکو هېوادونو له استازو سره لېدنه وکړه.
په دغه لېدنه کې ولسمشر غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د رڼو او سراسري ټاکنو د ترسره کېدو په موخه حکومت امنیتي، تخنیکي او لوژستیکي همکارۍ ته چمتو دی او اړوندو ارګانونو او مسوولینو ته په دې اړه لازمې لارښوونې هم شوي دي.
د ټاکنو په برخه کې د مرسته کوونکو هېوادونو استازو هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ښه او پر وخت ترسره کېدو په موخه د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو ته د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.