یکشنبه , 28 اپریل 2024

ولسمشرغني د طالب زندانیانو د خوشې کولو او بخښلو فرمان صادر کړی

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې ولسمشر غني د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل په مناسبت د دغې ډلې د زندانیانو د عفوې او خوشې کولو اړوند فرمان لاسلیک کړی. د طالب بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان سولې په بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده.

د ولسمشر ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا فرمان له طالبانو سره د خبرو د پيل لپاره د منل شوې اډانې په پام کې نیولو سره لاسلیک شوی دی.

ښاغلي صدیقي زیاته کړې، د دې فرمان د لومړۍ مادې پر اساس هغه طالب بندیان چې خوشي کېږي، لیکلې ژمنه به کوي چې د جکړې ډکر ته به نه ستنېږي.

په دې ماده کې راغلي چې خوشي کېدونکي طالب بندیان به د بایومټرېک مالوماتو له ثبتولو وروسته ازادېږي.

د فرمان په دویمه ماده کې راغلي چې په لومړي پړاو کې به د پروان له زندانه یو نیم زر طالب بندیان د حسن نیت له مخې خوشي کېږي.

دا ماده زیاتوي، دا لړۍ به د حوت میاشتې له څلور ویشتمې نېټې پیلېږي او هره ورځ به سل تنه بندیان د دوی عمر، روغتیایي وضعیت او بند کې تېرې کړې مودې ته په کتو خوشي کېږي.

د فرمان په درېیمه ماده کې راغلي، د افغان حکومت لخوا د ټاکل شوي پلاوي او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو له پیلېدو وروسته او د دې خبرو په ترڅ کې به په دواړو اوونیو کې پنخه سوه  بندیان، چې ټول شمېر یې درې نیم زرو  ته رسېږي، خوشي کېږي.

دې ماده کې دا چاره مشروطه بلل شوي او ویل شوي چې په بدل کې یې باید په تاوتریخوالي کې ځیروونکی یا د پام وړ کمی راشي.

د فرمان په څلورمه ماده کې راغلي چې د ملي امنیت شورا دفتر د دې فرمان د پلي کولو مسئولیت لري. دا ماده زیاتوي چې نورې ټولې اړونده ادارې دې په دې چاره کې همکاري وکړي.