ولسمشرغني وايي، هڅې یې پېل کړي چې میراثي بحرانونو څخه افغانستان راوباسي

ولسمشر اشرف غني په هرات ولایت کې د غیر رسمي ملکیتونو ته د سندونو د ور کړې په پرانیست غونده کې وویل افغانان د ټاپي پروژې څخه خوښ دي خو د وطن دښمنان بریدونه کوي.

ده زیاته کړه چې په افغانستان کې یو خبیثه ستونزه را منځته شوې وه چې لومړی به یې ځمکه غصب کړه بیا به یې په خلکو وپلورله او وروسته به یې د کور څښتن له کوره په زوره شړه چې اوس وخت رسیدلی دې ستونزې ته د پای ټکی کښیودل شي.

ولسمشر په ورته وخت کې دا د هر افغان حق وګڼه چې د اسنادو له مخې پاک او مسئون کور ولري.

ولسمشر په ټینګار سره وویل چې افغانان وو او افغانان به وي او ټول افغانان پخپل ا فغانیت افتخار کوي.

د ده په ټکو هڅې یې پېل کړي چې میراثي بحرانونو څخه افغانستان را وباسي او چا ته به اجازه هم نه ور کوي چې نور په افغانستان کې بحرانونه را منمځته کړي.

د غیر رسمي سیمو د ملکیت  سندونو د وېش غونډه کې د هرات والي او د افغانستان د اراضۍ ادارې مشر هم پخپلو خبرو کې د غیر رسمي سیمو د ملکیت د سندونو وېش افغانانو لپاره یو مهم اصل یاد کړ.

د افغانستان د اراضۍ ادارې نن په رسمي ډول په هرات ولایت کې د ښار غیر رسمي سیمو لپاره سندونو د وېش لړۍ پېل کړه، چې یو شمېر کسانو ته د ولسمشر په لاسو د ملکیت سندونه ووېشل شول.

جمشید ملکزی