ولسمشرۍ ته نوماند حنیف اتمر وایي، په ټاکنو کې برخه نه اخلې

ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر په رسمي فیسبوک پاڼې کې لیکلي، که ټاکنې ځنډول کېږي دی به د خپلې کاندیداتورۍ حق خوندي وساتي او که ټاکنې د تلې په شپږمه نیټه کیږي نو بیا به په کې ګډون نه کوي.

اتمر داسې مهال د میزان په شپږمه په ټاکنو کې د نه ګډون خبره کوي چې تېره ورځ د مخکېنې ولسمشر په ګډون ځینو نورو سیاستوالو هم د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.