ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا د پخواني سفیر پر څرګندونو غبرګون ښودلی

کابل کې د امریکا پخواني سفیر جان بس په یوه مرکه کې ویلي وو، چې تر میلیون په لږو رایو واک ته رسېدونکی ولسمشر به سیاسي اعتبار ونه لري. هغه دا هم ویلي وو، چې راتلونکی ولسمشر باید ګډ حکومت رامنځته کړي او ټولو اړخونو ته دې ونډه ورکړل شي. خو د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود وایي، اساسي قانون په ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه نه ده په ډاګه کړې، د محمود په وېنا هر نوماند چې پنځوس جمع یو رایې پوره کړي؛ هغه ګټونکی دی. د ټاکنو له لومړنیو پایلو وړاندې رسنیو راپورونه ورکړي وو، چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر ډاکټر عبدالله، عبدالله څو ځلې د امریکا سفارت ته تللی و او د ټاکنو په اړه یې له جان بس سره خبرې کړې وې. کابل کې د امریکا د پخواني سفیر جان بس ماموریت د نوي عیسوي کال په لومړۍ ورځ پای ته ورسېد او پر ځای به یې بل سفیر کابل کې ماموریت پیلوي. سمیع الله درانی