ولسمشر اردوغان : د جرمني او هالنډ سره به د بشري حقونو په محکمه کې حساب وکړو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  په سر کې  جرمني  او بیا وروسته  نور اروپايي هیوادونه  په چټکه توګه  د ترکیې  وده او پرمختګ  تحمل کولی نشي.

هغه وویل چې  د جرمني او هالنډ نه به  د ترکیې په مقابل کې د غوره کړي چټل او ضد انساني  چلند  حساب  پوښتنه د ډیپلوماتیکو لارو څخه وکړو. ترکیه به د نوموړو  پر خلاف  د اروپا د بشري حقونو د محکمې  دروازه  وټکوي.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  تیره شپه  د یو خصوصي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه وویل  د جرمني  لومړۍ وزیرې  مرکل  د ترکیې په مقابل کې  د ترسره کړي  ضد انساني او ضد اخلاقي  چلند له امله  د هالنډ نه  د ملاتړ اعلان وکړ.

ولسمشر اردوغان د جرمني په لومړۍ وزیرې مرکل غږ وکړ «  تر کومه  چې دې وس رسیږي  د هالنډ نه ملاتړ وکړه، ترهګرو نه  ښکاره ملاتړ کوۍ، ایا تاسې د عدالت د تامینولو په خاطر  د ترهګرو ډلو او سازمانونو نه ملاتړ کوۍ او په خپل هیواد کې ورته  ځای ورکوئ؟ تاسې ولې  د ترهګرو په مقابل کې  دا ډول حساسیت نه ښکاره کوئ؟

ولسمشر اردوغان  د هالنډ  د لومړي وزیر پر خلاف  چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال يي د ولسمشر اردوغان په اړه ځینې  بې باکه  څرګندونې کړې وې  سخت غبرګون څرګند کړ.

ولسمشر وویل «  د هالنډ لومړی وزیر  وايي  چې  ددې هیواد  باداران  مونږ  یو. ددې څرګندونو لاندې بیا خپل  عکس چاپ کړی دی . تر څنګ يي  خالي  ځای پریښې او په هغه کې بیا  سوالیه  ایښې ده. زه  تولې نړۍ ته  په ډاګه  وایم  چې زه  د خپل هیواد بادار نه یم. زما  په هیواد کې بادار  ملت  دی. ای  د هالنډ لومړی  وزیر  روتي! ته  تر اوسه  پورې  د ډیموکراسۍ  په واقعي  معنا  نه پوهیږې، زما په اند  لومړی  د ډیموکراسۍ  په واقعي معنا  ځان  پوه کړه. لومړی ډیموکراسي زده کړه. »

ولسمشر اردوغان وویل چې  د هر هیواد  بادار په اصل کې د هغه هیواد ملت  دی.

هیڅوخت  یو لومړی وزیر  او یا  بل چارواکی  د یو هیواد بادار کیدلی نشي. په دیموکراتیکو هیوادونو کې  د هیواد بادار  پخپله  ملت  وي. که چیرې څوک په ډیموکراتیکو هیوادونو کې  د بادارۍ  ادعا کوي  دا په اصل کې  خپل ملت ته  په ښکاره توګه  سپکاوی  دی. هو  نن  ورځ  پدې ټول ښه پوهیږي چې پدې ډول هیوادونو کې چې  لومړی وزیر يي د بادارۍ  ادعا کوي  درناوی  په اصل کې شتون نلري.

هغه وویل « مونږ  هیڅ وخت  پدې هیواد کې د بادارۍ  ادعا نده کړې او نه يي کله هم  کوو. مونږ  د لومړۍ ورځې نه  ځان  ددې ملت  د خدمتګار په توګه  منلی  دی  او منو يي. »

ولسمشر اردوغان په هالنډ  د سختې نیوکې سره وویل چې «  د ویانا  د تړون نه  ددوې درک  یواځې او یواځې  نازیزم  دی. یعنې د نازیانو جریان . لویدیځې نړۍ خپله اصلي څیره  ټولو ته  ښکاره کړه. مونږ  هیڅکله هم  نه غوښتل چې ددوې اصلي څیره ووینو.»

ولسمشر اردوغان  د خپلې وینا په ترڅ کې  د سوریې د منبیج  د سیمې د عملیاتو اړوند هم  معلومات ورکړل.

ولسمشر زیاته کړه « پدې وروستیو کې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې  په یو جلا موقف کې قرار لرو. زه  د خپلو عسکرو، پولیسو ځواکونو  تندي ښکلوم. پدې وروستیو څو میاشتو کې  داسې عملیات  ترسره کړل  چې عقل پرې کار نکوي. ددې په هیله چې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  څانګې هر څه ژر  د منبیج سیمې نه ووځي  او سیمه  د سیمې اصلي خلکو او خاوندانو ته  وسپارل شي. ترکیه  دم ګړۍ  د ترهګرو پر خلاف د مبارزې په برخه کې  هم  په ساحه کې او هم  د میز تر شا  جلا ځای لري. انشاالله ریاستي سیستم بیا  دا ډول  لاسته راوړنو ته لا په چټکه توګه  لار پرانیزي. »

ولسمشر اردوغان  د منبیج په اړه د پوښتنې په ځواب کې چې  پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډولو په یاده شوې سیمه کې  خودمختاري اعلان کړې ده  داسې وویل، دا ټول  تشې لافې شاپې دي. د ترکیې د اجازې پرته  څوک  ګام  هم  نشې اوچتولی.

ولسمشر اردوغان  د اپریل په ۱۶ مه نیټه  د ترسره کیدونکې ټولپوښتنې په اړه وویل

« د ترکیې جمهوریت د اساسي قانون په ۱۸ مادو کې د تعدیل سره  د ریاستي  سیستم  سربیره  د ملي شورا د وکیلانو شمیره  هم  لوړیږي. د وکیلانو د شمیرې لوړیدل  د هیواد د نفوس  د زیاتیدو له امله  مجبوریت  دی. همداشان  د پارلمان لپاره  د نوماندۍ  عمر  د ۲۵ نه ۱۸ کلونو ته راټیټیږي. زما په اند  دا ډیره پر ځای پریکړه ده . ځکه چې د هیواد ځوان نسل ته باید  په کمه سترګه ونه ګورو. تاسې وګورۍ  که چیرې  یو ۱۸کلن ځوان  د پارلمان وکیل وټاکل شي  هغه به تر ۶۵ کلنۍ  دنده  ترسره کړي او په ۶۵ کلنۍ کې به تقاعد شي. همداشان  عسکري محکمې له منځه وړل کیږي. لا چټکه  او لا فعاله اداره رامنځته کیږي. »