ولسمشر اردوغان له ملګرو ملتونوسره د امریکا د مرستې پر کمولو غبرګون ښودلی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا پر ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې کبله نیوکه کړې، چې ګواکي له ملګرو ملتونو سره یې کلنۍ مرسته کمه کړې ده. اردوغان د ترکیې د عدالت او پراختیا د ګوند غړو ته په خبرو کې ویلي، چې امریکا غواړي له ملګرو ملتونو سره خپل مالي ملاتړ پرې کړي. نوموړي ټرمپ ته په خطاب کې ویلي (( زه فکرکوم، چې تاسو خپله ویلي و، چې زه دموکرات یم او پر دموکراسۍ باور لرم، خو برعکس هر څه له خپلې خوښې سره سم مخ ته وړئ.)) امریکا په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې له ملګرو ملتونوسره خپل مالي ملاتړ کموي. امریکا د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې غواړي په ملګرو ملتونو کې خپله مالي ونډه په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د دوو تېرو کلونو په پرتله ۲۸۵ میلیون ډالره را کمه کړي. ویل کېږي د امریکا دغه ګام د بیت المقدس په اړه د ملګرو ملتونو له پرېکړې سره تړاو لري. ځکه امریکا له دغه پرېکړې څخه خوښه نه ده.