ولسمشر اردوغان: نور په اروپايي اتحاديه کې د گډون غوښتنه نه کوو

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، چې هېواد به يې نور په اروپايي اتحادیې کې د گډون غوښتنه ونه کړي، خو د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون خپل ترکي سيال ته ويلي، چې هېواد يې له ترکيې سره گډې گټې لري او بايد په اروپايي اتحاديې کې د گډون لپاره مذاکراتو ته دوام ورکړي.

ولسمشر اردوغان د پاريس په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبرغونډې ته وويل، چې ترکيه په اروپايي اتحاديې کې د گډون لپاره په انتظار «ستړې» شوې او اروپا له ترکيې سره د سوريايي کډوالو په اړه مرسته نه ده کړې.

په پاریس کې له خپل فرانسوي سيال سره د گډ خبري کنفرانس پر مهال ښاغلي اردوغان د ترکيې او فرانسې اړيکې اړينې او گټورې بللي او زياتوي، چې د ترهگرۍ ضد جگړه د ترکيې او فرانسې گډ ټکي دي.

اردوغان ويلي، چې هېواد يې د ترهگرۍ ضد جگړې کې بې شمېره قربانۍ ورکړي دي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون هم دغې خبرغونډې ته ويلي: «موږ بايد د اختلافاتو لامونه له منځه يوسو او د گډو ټکو په زياتولو ټينگار وکړو.» او ټينگار يې کړی، چې هېواد يې له ترکيې سره گډې گټې لري او زياتوي، چې هېواد يې دا هيله لري، چې ترکيه بايد د ناټو په پوځي ايتلاف کې پاتې شي.

د فرانسې ولسمشر ويلي، چې د دواړو هېوادونو پر وړاندې تر ټولو ستر گواښ ترهگري ده او د ترکيې پر ضد جنگېدونکې د کردي ياغيانو ډله يې ترهگره بللې ده.

ماکرون ويلي، چې هېواد يې غواړي د بشري حقونو په اړه له ترکيې سره مرستې وکړي، همدارنگه يې د ازادۍ او ديموکراسۍ پر وړاندې شته خنډونو د له منځه وړلو او د داعش د ځپلو لپاره گډو هڅو غوښتنه کړې ده او ټينگار يې کړی، چې هېواد يې د اسراييلو او فلسطين تر منځ د شته شخړو پر مهال د دوو دولتونو په جوړولو ټينگار کړی دی.

د نړيوالو چارو کارپوهان وايي، چې د ترکيې او فرانسې اړيکې له څه مودې تاوتريخولي وروسته په ښه کېدو دي او شونې ده، چې فرانسه په اروپايي اتحادیه کې د گډون لپاره له ترکيې سره مرسته وکړي.