پاکستاني رسنيو اسلام اباد ته د ولسمشر غني د سفر پخلی کړی او زياتوي، چې نوموړی به هلته د پاکستان لومړي وزير عمران خان او نورو لوړ پوړو چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو وغږېږي.
د راپورونو له مخې ولسمشر به د جون په ۲۸مه د جمعې په ورځ د پنجاب ایالتي چارواکو سره د ليدو لپاره لاهور ښار ته لاړ شي او د جمعې لمونځ به هم د لاهور په شاهي جومات کې ادا کړي.
پاکستاني چارواکي د ولسمشرغني دغه سفر ته په درنه سترګه ګوري.
ولسمشر په داسې حال کې اسلام اباد ته ځي، چې تېره اوونۍ د لاهور پراسیس څېړنيز مرکز په کوربه توب مري سيمه کې د افغان سولې کنفرانس جوړ شوی و او تر هغې وړاندې د ملي امنيت سلاکار حمدالله او ور پسې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادریس زمان اسلام اباد ته تللي وو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له پاکستان سره د اړيکو نوي فصل ته هيله من دی.
د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي، پاکستان سره د نویو اړيکو له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ شته بې باوري له منځه لاړه شي او د سیمې امنيت او ټيکاو لپاره به له اسلام اباد سره په ګډه کار وکړي.