ولسمشر: دشت برچي له هغه روغتون څخه لیدنه وکړه چې تېر ورځ په برید شوي و

ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه ناوخته د کابل دشت برچي کې هغه روغتون ته تللی، چې د سې شنبې په ورځ پرې وسلوالو برید کړی و

نوموړي د روغتون د لیدلو پر مهال ویلي، کله چې د ملت پر یوه برخه برید کېږي دی نو دی همغې برخې پورې تړل کېږي او زیاته یې کړې یې ده، چې دی نن هزاره او شیعه دی.

د سې شنبې په ورځ د دغه سل بستریز روغتون پر زېږنتون په برید کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي، ډېری قربانیان یې هغه میندې دي چې د زېږون لپاره ورغلې وې او یا یي زېږون کړی و.

دا روغتون هزاره او شیعه مېشته سیمه کې دی او ډېری مراجعان یې هم هزاره دي.