ولسمشر غـني وایي، عبدالله عبدالله د اساسي قـانون تغیر غوښت

ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وېنا کې وویل، چې غوښتل یې ډاکټر عبدالله ته د سولې پروسې برخه کې بارز رول ورکړي او د هغه ملګرو ته په کابینه کې برخه ورکړي؛ خو عبدالله عبدالله په یوه شپه کې د اساسي قانون ځېنو برخو تغیرات غوښتل.

د هغه په وېنا د سمتي او تعصبي حکومتونو پایله ناکامه ده او دوی بیا تېرې تجربې نه تکراروي.

ولسمشر اشرف غني د دې سربېره د امریکا د مرستو په تړاو وویل، چې د امریکا مرستې په غوڅ ډول نه دي لغوه شوي، بلکې په مشروط ډول یې یو میلیارد ډالر مرستې ځنډولي دي او د خبرو له لارې به هغوی سره دا ستونزه حل کړي.

د نوموړي په خبره د امریکا د مرستو ځنډولو د حکومت په بنسټیزو برخو منفي اغېز نشي غورځولی.

هغه له وسله والو طالبانو یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې د افغانستان دیني عالمانو غږ ته د هو ځواب ووایي او د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر دې اوربند وکړي.