ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته امر وکړ، چې تعرضي عملیات پیل کړي

ولسمشر غني په یو ویډیویي پېغام کې د سه شنبې په ماښام وویل، چې وسله والو طالبانو او داعشیانو په لغمان، ننګرهار او کابل کې په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه وکړل. نو دی هم افغان ځواکونو ته امر کوي، چې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته ستانه شي. د ولسمشر غني په خبره له وسله والو طالبانو د افغانانو په ګډون ټولو نړیوالو ټولنو غوښتي، چې جګړه پای ته ورسوي او اوربند وکړي؛ خو هغوی دا غوښتنې رد کړي او لا یې تاوتریخوالی زیات کړی دی.