ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ارګ کې له ولسمشر غني سره کتلي دي .
له ولسمشرۍ ماڼي څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه چې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح هم موجود وو دواړو لوریو د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو، په دې بهیر کې پر راتلونکو ګامونو او د تاوتریخوالې پام وړ کمولو په تړاو خبرې کړي دي .
په ورته مهال ولسمشرۍ ماڼۍ په یو بل خبر کې ویلي، چې طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت له لوري د پلاوي پر جوړېدو لا هم بحث روان دی او تر بشپړ کېدو وروسته به اعلان شي.