رویټرز خبري اژانس د افغان حکومت د ځنې سرچینو په حواله ویلي چې ولسمشر غني به په دې اونۍ کې د وسله والو طالبانو د لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه بندیانو د ازادېدو فرامان صادر کړي .
روېټرز ویلي چې د افغان حکومت پنځو سرچینو ورته د دې خبرې پخلی کړی دی .
روېټرز اژانس زیاتوي چې سرچینو ورته ویلي، په دې فرمان کې به د وسله والو طالبانو د ډیر عمر لرونکي بندیان شامل وي .
که څه هم ولسمشرۍ ماڼي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې د وینا په مهال وویل چې له وسله والو طالبانو سره دبین الافغاني خبرو لپاره به ژر مذاکراتي پلاوي اعلان کړي او همدا راز به د طالب بندیانو د خوشي کولو په موخه یو فرمان صادر کړي .
ګومان کېږي چې د افغان حکومت له خوا د طالب زندانیانو خوشې کېدل به د طالبانو سره د افغان حکومت په ګډون بین الافغاني خبرو پیل ته لاره هواره کړي.