ولسمشر محمد اشرف غني به د کب یا حوت په اتمه نېټه د پنجشنبې په ورځ د لوړې مراسم پرځای کړي او له هغې وروسته به په رسمي ډول د دویم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي؛ د لوړې دغو مراسمو ته محسن داوړ او علي وزیر هم رابلل شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو مخکښو غړو محسن داوړ او علي وزیر ته د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
محسن داوړ او علي وزیر ته بلنلیک پاکستان کې د افغانستان سفارت لخوا ورلېږل شوی دی او محسن داوړ دا بلنلیک په خپله ټوېټر پاڼه خپور کړی دی.
د نوموړي غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ ویلي، که د پاکستان حکومت یې مخه ونه نیسي، نو د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته ځي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې محمد اشرف غني به د پنجشنبې په ورځ د کب په ۸ مه نېټه د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
پاکستان کې د افغانستان سفارت د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې په داسې حال کې د ګډون بلنه ورکړې، چې د پاکستان حکومت علي وزیر او محسن داوړ له پاکستان څخه ممنوع الخروج اعلان کړي دي.