ولسمشر محمد اشرف غني هیله څرګنده کړې ده، چې پاکستان ته د ده سفر به د دواړو هېوادونو په برخه کې مثبتې پایلې ولري او په سیمه ییزو همکاریو کې به د پاکستان فعاله رول وهڅوي.
د پاکستان حکومت په خپل ټویټر کې لیکلي چې غني او خان یو په یو په دوه اړخیزو همکاریو په بېلابېلو برخو کې خبرې کړي دي.
ولسمشر غني تردې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم کتلي و، ولسمشر غني له قریشي سره په خبرو کې وويل، چې د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د وړانديز پر اساس یې پاکستان ته سفر کړی دی.
ده همدا راز ټينګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید پر متقابل درناوي او د دوو دولتونو ترمنځ د اړیکو پر اصل ولاړې وي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر به په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د سیمه یېز اتصال، سوداګرۍ او ټرانزيټ، امنیت او سولې پر موضوعاتو خبرې وکړي.