ولسمشر غني د ۲۰۲۰م کال د اقتصاد نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته لاړ

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ولسمشر غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اقتصاد نړیوالې مجمع ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار د سویس هیواد داووس ښار ته روان شوی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې افغان ولسمشر به د دغه سفر په جریان کې د یادې مجمع رییس او د یو شمېر هیوادونو له مشرانو او مقاماتو سره هم کتنې ولري او د یو شمېر مسایلو سربېره به ورسره د افغان سولې په اړه هم خبرې ولري.