ولسمشر غني له سیاف او حامد کرزي سره کتلي دي

 ولسمشر غني نن له استاد عبدالرب رسول سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په ارګ ماڼۍ کې کتلي دي او په ځنې موضوعاتو یې سره خبرې کړي دي . له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د هیواد دروان وضیعت او د افغان سولې پروسې په تړاو هر اړخیزه بحث او خبرې وشوې . داپه داسې حال کې ده چې یادو دواړو مشرانو تر دې وړاندې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم په همدې تړاو ناسته کړې وه .