ولسمشر غني له طالبانو د اور بند د دوام غوښتنه کړې ده

افغان ولسمشر پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د کوچني اختر په مناسب اعلان شوي اوربند ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني کابل کې دوزیر محمد اکبر خان جومات کې د وژل شوي امام مولوي محمد ایاز نیازي له جنازې څخه د لیدنې پرمهال وینا کې له طالبانو څخه غوښتي چې له افراطي حرکتونو څخه ځان بېل کړي تر څو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي.

ولسمشر غني ویلي، د کوچني اختر پر مهال اوربند چې د خلکو د خوښۍ سبب شوی، طالبان باید دوام ورکړي او خپل ځانونه له افراطي حرکتونو څخه جلا کړي، تر څو ژر تر ژره د سولې مذاکرات پيل شي.

وسله والو طالبانو د تیر کوچني په شپه د اختر په درې ورځو کې په افغانستان کې د اوربند اعلان وکړ.

تر یاد اعلان څو ساعتونه وروسته ولسمشر غني هم افغان سرتیرو ته امر وکړ چې اوربند مراعت کړي او دفاعي حالت غوره کړي.

 

د افغان حکومت او طالبانو لخوا یاد اوربند په کور دننه او بهر په پراخه کچه وستایل شو او ټولو اړخونو یې د دوام غوښتنه کول.

 

د افغانستان د ملي امنیت شورا د رواني غبرګولې میاشتې پر ۹مه نېټه وویل چې د کوچني اختر د لومړیو درې ورځو تر پای ته رسېدو وروسته د وسله والو طالبانو لخوا د ځینو خال ـ خال بریدونو سره سره په هیواد کې اوربند روان دی.

 

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي و چې د راتلونکو پېښو مخنیوي لپاره اوربند همغږۍ او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

 

په افغانستان کې د کوچني اختر وروسته په څو محدودو ولایتونو کې د ګوتو په شمیر امنیتي پیښو پرته په عمومي ډول د تاوتریخوالي کچه کمه شوې ده.

 

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د ملګرو ملتونو په راپورکې ویل شوي، چې طالبانو او القاعده دواړه ډلې لا هم د یو بل سره اړیکي پالي. وايي د القاعده لوړ پوړي مشران لا هم افغانستان کې دي.

 

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د ولسمشر غني د غوښتنې او ملګرو ملتونو د راپور په اړه څه نه دي ویلي.