ولسمشر غني نن غرمه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د امریکا د بهرنیو وزیر مایک پومپیو نن کابل ته راغلی او په یوه خبري کنفرانس کې هیله څرګنده کړه چې تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې طالبانو سره د سولې تړون وشي.

نوموړي ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې لېدلې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تحرکاتو او ظرفیت د زیاتوالي، د دوه اړخیزو اړیکو د همغږۍ ، سولې پروسې او د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو په اړه یې هر اړخیز بحث کړی