ولسمشر غني نوي حکومت کې هیڅ ډول اختلافات نشته

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوړې وروسته په یوه غونډه کې ویلي، چې د ده په مشرۍ نوي رامنځته شوي منتخب حکومت کې هیڅ ډول سیاسي، سلیقوي او شخصي اختلافات نشته. هغه ویلي چې دا ډله به د ولس خدمت ته اوږه ورکوي او لویو ملي اهدافو ته به ځان رسوي. هغه په یو ویډیویي پېغام کې هم یادونه کړې ده، چې داسې یوه ډله واک ته رسېدلې، چې د اساسي قانون په چوکاټ کې، لویو ملي اهدافو ته د رسېدو لپاره په یوه خوله دي. ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی، چې د ده په مشرۍ ټیم به دولتي نظام هم له فساد، تعصب او نورو ستونزو پاک کړي.