ولسمشر غني یو ځل بیا ویلي چې په عملیاتو کې د ملکي وګړو تلفات ورته د منلو نه دي.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په هلمند کې د وړمې شپې پر پېښه خواشینی ښودلې او د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورته د منلو نه ده.
غني ویلي، په ځلونو یې له امنیتي ځواکونو سره په ګڼو جلسو کې د ملکي وګړو پر خوندیتابه ټینګار کړی دی او د دغه ډول پېښو تکرار ورته د منلو وړ نه دی.
د دې برید په اړه به څېرنې وکړي او د جګړې په ښکېلو خواو یې یو ځل بیا غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي سوله وکړي.