ولسمشر غني: امنیتي ځواکونو د ټاکنو په ورځ خپله وطن دوستي وښودله

هغه چې ولسمشرۍ ماڼۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ناسته لرله وویل، چې د ټاکنو په ورځ د امنیتي ځواکونو هڅې د ستایلو وړ دي او په وینا یې، امنیتي ځواکونه په دې وتوانېدل، چې په پوره بې طرفۍ سره د ټاکنو امنیت تامین کړي.

ولسمشر په دغې ناسته کې وویل، هغه څوک چې د ټاکنو په ورځ شهیدان شوي، د جمهوریت او ولسواکۍ شهیدان دي او دولت د دوی کورنیو ته د پاملرنې مسوولیت لري.

ولسمشر دغه څرګندونې د سې شنبې په ماښام د افغان پوځ د سرتېرو کورنیو ته د یو نسايي ولادي روغتون د پرانیستې پرمهال هم کړې وې.