ولسمشر غني وایي که څه هم په افغانستان کې په لویه کچه تاوتریخوالې کې کموالی راغلی خو لا هم د وسله والو طالبانو د برېدونو له امله د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده
ولسمشر غني د ټي اي ډي (TED ) په نوم له یوه امریکایي بنسټ سره په مرکه ویلي چې وسله وال طالبان د افغان ټولنې یوه برخه ده او دوی به باید دا ومني د افغانانو له غوښتنې پرته خپلو موخو ته نشي رسېدلی او یو سیاسي حل ته اړتیا ده .
د هغه په وینا روان وضیعت ته په کتو له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ته زمېنه برابرېدلی شي چې دابه افغانستان د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو پر لور بوځي.
هغه زیاته کړې که څه هم په لویه کچه د جګړو له اړخه تاوتریخوال راکم شوی، خو لا هم د مرګ ژوبلې کچه ډیره لوړه ده، چې هره ورځ په منځنۍ کچه د افغان ځواکونو د مړینې شمیر له ۳۰ تر ۳۵ او د ټپیانو شمیر ۷۰ ته رسیږي .
دی زیاتوي ، چې د طالب بندیانو او حکومتي اسیرانو د خوشې کولو لړۍ روانه ده د خپلمنځي خبرو د ژر پېلېدو هیلې زیاتې شوي دي.
د دغې آنلاین مرکې په یوې برخه کې ولسمشر غني وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شوی دی.
هغه د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان لپاره نه بلکې د امریکا لپاره د اندېښنې وړ مسله بللې او ویلي دي چې امریکا باید په دې اړه اندېښمنه واوسي چې له افغانستان څخه یې د سرتیرو ایستل د هغوی د هېواد لپاره څه پایلې درلودلی شي.
.