ولسمشر غني په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډونوالو ته مبارکې وویله

د نن ورځې ولسمشریزو ټاکنو بهیر پای ته رسېدو وروسته ولسمشر غني په دغه ټاکنو کې ګډونوالو ته مبارکي وویله.

نوموړي زیاته کړه، چې خلکو په دغو ټاکنو خپل مسؤولیت ترسره کړ او په پراخه کچه یې په کې ګډون وکړ.

ښاغلي غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون او افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه، چې په حساس وخت کې یې د ولسمشریزو ټاکنو بهیر په بریالي توب سره پای ته ورساوه.

نوموړي ټینګار وکړ، که چېرې په ټاکنو کې درغلۍ شوې وي باید له قانوني لارو وڅېړل شي.

همدا راز یې له کاندیدانو او د هغوی له پلویانو وغوښتل، چې له قانوني لارو درغلۍ وڅاري او له ټاکنیزو کمېسیونونو څخه یې وغوښتل، چې په پوره امانتدارۍ او بې طرفۍ سره عمل وکړي.

ولسمشر پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، په وینا یې چې نور دې افغان ولس نه دردوي او  د سولې لپاره د دوی دروازې پرانیستي دي.