ولسمشر غني په کابېنه کې د نویو غړو ټاکنه د پنځو ورځو لپاره وځنډوله

د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي، ولسمشر غني د کابېنې د نویو غړو د ګمارنې لړۍ د هیواد د سیاسي مشرانو په غوښتنه ځنډولې ده.

د عمر په وینا ولسمشر هدایت ورکړی، چې د کابېنې د نویو غړو ګمارنه تر پنځو ورځو ودرېږي، څو د سیاسي خبرو اترو لپاره لا ‌‌‌‌‌‌ډېر فرصت رامنځته شي. دغه پریکړه وروسته له هغه کیږي، چې د هېواد یو شمېر سیاسي مشران پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب الرسول سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له ولسمشر غني د وروستیو سیاسي کړکېچونو حل لپاره په کابېنه کې د نویو ګمارنو لړۍ درولو غوښتنه وکړه.