محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان او نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو د زرګونه استازو او لوړو پوړو چارواکو په شتون کې د پنځه نورو کلونو لپاره د نوي منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه او سوګند یې پورته کړ.
تر یو لړ سیاسي او ټاکنیزو جنجالونو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ ارګ کې د نوي منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه او سوګند یې پورته کړ.
د نوموړي د لوړې پر مهال د امریکا په شمول د ګڼو هېوادنو مېلمنو ګډون درلود.
د لوړې د مراسمو پر مهال ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل، چې راتلونکو دوو اونیو کې به خپله کابېنه اعلان کړي.
د ولسمشر له لوړې وروسته د هغه لخوا د نوموړي دوو مرستیالانو لومړي معاون امرالله صالح او دویم مرستیال سرور دانش هم د لوړې سوګند پورته کړ.
همدا راز که څه هم د مراسمو پر مهال د ډزو غږونه واورېدل شول، خو ولسمشر غني خپلې وینا ته ادامه ورکړه.
په ورته مهال په همدې ورځ او په یو وخت سفېدار ماڼۍ کې بیا ډاکټر عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسم ترسره کړل؛ خو د هېواد قاضي القضات بیا د سوګند ورکولو لپاره ارګ ته تللی وو.