ولسمشر له پاکستاني سیاسیونو سره کتلي دي

ولسمشر غني پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې د دې هېواد د بېلابېلو سیاسي ګوندونو له مشرانو او استازو سره کتلي دي، له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دې هېواد سیاسي مشرانو د دواړو هېوادونو د اړیکو او باور فضا د رامنځته کولو لپاره د ولسمشر غني سفر ګټور وباله او همدارنګه یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو پر رامنځته کولو ټینګار کړی. ولسمشر غني او یادو سیاسي مشرانو د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمه ییزه همکاریو، د فقر د له منځه وړلو، د سیمې د ښېرازۍ، امنیت، ثبات، او پر اقتصادي ودې بحث او خبرې کړې دي. غني ویلي، چې افغانستان د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو سره د منل شویو بین المللي نورمونو په اساس د ښو اړیکو او دوستانه مناسباتو غوښتونکی دی.