له ارګ او سپیدار ماڼیو څخه په خپرو شویو خبر پاڼو کې دولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه رئیس ډاکتر عبدالله عبد الله له لوري د ولسي جرګې د رئیس په توګه د پروان ولایت د خلکو استازي میر رحمان رحماني ته مبارکي ویل شوې.
په خبر پاڼو کې د ولسمشر غني او اجرایه رئیس ډاکټر عبد الله عبد الله له قوله رحماني ته د افغان ولس د خدمت د غوښتنې تر څنګ هېله څرګنده شوې، چې دی به د هېواد درې ګونې قواوې د اساسي قانون په رڼاکې او یوله بل سره د همکارۍ په روحیه، خلکو ته د خدمت او د هېواد د پرمختګ په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.