ولسمشر محمد اشرف غني بدخشان کې یو شمېر پروژې پرانېستې

ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا د پنجشنبې په ورځ بدخشان ولایت ته ولاړ، چې هلته یې یو شمېر پروژې پرانېستې او د سیمې خلکو سره یې هم وکتل.

ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته دا لومړی ځل دی، چې شمال ختیځ ولایت بدخشان ته سفر کوي.  هغه د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان د مرکز فېض اباد او بهارک سیمې ترمنځ ۴۴ کېلو مټره سړک پرانېست، چې ۴ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي، نوموړي د دې سربېره د خرقې شریفې مسجد تر جوړېدو وروسته پرانېست او د استاد برهان الدین رباني په نامه د ۷۶ بستریز روغتون او د دغه روغتون ۶۰ بستریزه ولادي نسایي څانګه هم پرانېسته، چې په دواړو بروژو شل کم پنځه ملیونه امریکایي ډالر لګښت راغلی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغو پروژو سربېره د مدني فعالانو، ولایتي شورا غړو او عامو خلکو سره هم وکتل او د بدخشان په ښارکې یې د هټۍ والو ستونزې هم واورېدې.