ولسمشر ټرمپ : امریکا به دترهګرو په ځپلو کې له هیچا ونه ویریږي

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د سپټمبر د ۱۱مې په اړه یې خبرې کولې ویلي، ترهګرو پر امریکا برید وکړ، دوی فکر کاوه، چې امریکا به ماته شي او د تل لپاره به خپل لویوالی بایلي، خو امریکا دوی وځپل او د ترهګرۍ ضد مبارزه لا پیاوړې شوه. ټرمپ ویلي، امریکا هېڅ وخت نه ده وېرېدلې او هغوی چې د امریکا د وېرولو هڅه کوي ددوی د دښمنانو په اوږده لېست کې به شامل شي. ټرمپ له ترهګرۍ سره پر مبارزه ټینګار کړی دی او ویلي یې دي، چې د ترهګرو تر ځپل کېدو پورې به له دغه پدېدې سره مبارزې ته ادامه ورکړي.