ولسمشر ټرمپ د طالبانو له مشر ملابرادر سره ټیلیفوني خبرې کړي دي

وسله وال طالبان وايي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغې ډلې له مرستیال او په قطر کې د دې ډلې له مشر ملا عبدالغني برادر سره ټلفوني خبرې کړي دي. ولسمشر ټرمپ هم سه شنبه ناوخته سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د طالبانو له مشر سره یې ډېرې ښې خبرې کړې دي. هغه زیاته کړې، طالبانو ورسره منلې چې تاوتریخوالي به نه وي. د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دغې له نیم ساعته زیاتو تیلیفوني خبرو کې ملا برادر د امریکا ولسمشر ته ویلي چې که امریکا پر شوې هوکړې عمل وکړي نو په راتلونکې کې به له یو بل سره مثبتې دوه اړخیزه اړیکي ولري. د طالبانو اعلامیه زیاتوي، په دې خبرو کې ملا برادر هیله ښودلې ده چې د افغانستان په بیارغاونه کې پوره مرسته وکړي. نوموړې د طالبانو د وینا پاڼې له مخې د امریکا ولسمشر ته ویلي، هیچاته دې اجازه نه ورکوي چې د شوې هوکړې په خلاف عمل وکړي. وسله وال طالبان په دې اعلامیه کې وايي، ډونلډ ټرمپ د دې ډلې مرستیال مشر ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به له افغان ولسمشر غني سره خبرې وکړي څو د افغانانو خپلمنځي خبرو په وړاندې پراته خنډونه لرې شي. طالبان ټېنګار کوي چې افغان حکومت دې د بین الأفغاني خبرو له پیل وړاندې پنځه زره طالب زندانیان خوشې کړي او په مقابل کې به یې دوی هم زر تنه زندانیان خوشې کړي.