ولسمشر پاکستان ته رسېدلی

ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا څلور نیم کاله وروسته نن په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی او هلته یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دولسمشر محمد اشرف غني په دې دوه ورځني سفر کې به نوموړی د پاکستان له ولسمشر عارف علوي او لومړي وزیر عمران خان سره بېل بېل ملاقاتونه وکړي او په دې سفر کې به له پاکستان سره پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او تجارتي اړیکو خبرې وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني تردې وړاندې دوه ځله پاکستان ته سفرونه کړي، چې لومړی هغه یې په ۲۰۱۴م عیسوي کال کې کړی وو، چې د ولسمشر تر جوړېدو يې سملاسي وروسته پاکستان ته سفر کړی وو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر له مخې ، د هېواد جمهور رئیس به په دغه سفر کې چې د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه ترسره کېږي، د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او سولې په اړه له پاکستاني مقاماتو سره هر اړخیز بحثونه ولري.

ولسمشرغني په داسې مهال د پاکستان سفر کوي، چې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ مذاکرات روان دي او په سپتمبر میاشت کې به ولسمشریزې ټاکنې هم کېږي.