ولسي جرګه د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي کړکېچ حل لپاره پلاوی ټاکلی

د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد مېراز کټوازي له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې وویل، د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر منځ د لانجو د حل لپاره، دې جرګې یو پلاوی ټاکلی دی. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې دغه کړکېچ ته به د ولسي جرګې پلاوی حل لار پیدا کړي. هغه دا هم وویل، چې د امریکا د مرستو کمېدل خامخا په خلکو اغېز لري خو هڅې به وشي چې امریکا له خپلې پرېکړې وګرځوي.