د ولسي جرګې د بودیجې او مالي چارو کمیسون وايي د ۱۳۹۹مالي کال د بودېجې مسوده یې تایید کړې او عمومي ناستې ته به وړاندې کړي.
مالیې وزارت هم د ولسي جرګې له لوري د ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې مسودې د تایید خبره کوي.
د مالیې وزارت ویاند شمرزو خان مسجدي وايي د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې مسوده د ولسي جرګې له لوري تایید شوې او ټاکل شوې راتلونکې اونۍ به عمومي مجلس ته وړاندې شي.
د ولسي جرګې د بودیجې اومالي چارو کمیسون غړي هم وايي چې، راتلونکې اونۍ به د مجلس اجنډا تر ډېره د ۱۳۹۹ لمریز کال پر عوایدو او مصارفو وڅرخیږي.
دغه کمیسیون دا هم وايي، دوې هڅه کوي په نږدې وخت کې د بودېجې مسوده وڅیړي او د مجلس عمومي ناستې ته یې وړاندې کړي.
تر اوسه دا نده مالومه چې، د مسودې څیړل به څومره وخت ونیسي او دغه بودیجه به تصویب شي او کنه؟
د اقتصادي چارو ځنې شنونکي ټینګار کوي چې، د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې دې هغه ستونزې حل شي کوم چې، د تیر مالي کال په بودیجه کې شتون درلود.