ولس او رسنۍ.

په ټوله نړۍ کښې تر نیمی زیات خلک د ورځي په درۍ ډالره سرمایه ګذاره کوي، هر کال د نړۍ په خلکو  کې تقریباً اته میلیونه زیاتوالی راځي، په څو دقیقو کښې به له څومره ځنګلونو بې برخي کېږو فکر وکړئ، او تر پینځلس میلیونه ډېر ماشومان له تعلیم څخه محروم دي.

تر میلیونونو زیات خلک له پاکو اوبو بې برخي دي، زمانه او خلک یي کوم ځای ته ورسېدل دې ستونزو ته د حل لاره لاهم چا موندلي نه ده.

رسنۍ کولای شي خلک ښې او بدې لاري ته راوبولي، که ژورنالیست او رسنۍ هیواد او خلکو ته یي د پوهي او پرمختګ لپاره کار وکړي د بې روزګارۍ او ناپوهي کچه به تردې ډېره راټیټه سي .

* رسنۍ دخلکو په هویت ، راکړه ورکړه، پرمختګ، پوهنه او روزنه، قومي او ټولنیز اتحاد کښې تر ټولو مخکې ګام پورته کولای شي باید پورته یي کړي.

* د اقتصاد او ترقي لپاره د ښو او ګټورو مالوماتو وړاندې کول، د بزګر لپاره د کښت او کرهڼې لپاره د ښو بوټو او ګټور تخمونو په نښه کول او هغه چې مالي او ځاني نقصان لري تر پام ور بدول هم د رسنۍ کار دی.

* د سوداګریزو خبرتیاوو په ښه ډول جوړول چې د بازار موندني سره سره ټولني ته د یو ښه علمي پیغام سبب هم وګرځي خپرول  .

* د ولس او دولت ترمنځ د شته فاصلې لنډول د ولس ستونزې او غوښتني د چارواکو تر غوږونو رسول او په هغوئ یي عملي کول هم د رسنۍ کار دی.

* رښتونې خبرونه او د پېښو پروخت د امن او ډاډګېرني پیغام د ولس په غوږونو کښې ورڅڅول، تر څو خلک په ډاډه زړه کار او تعلیم ته مخه کړي د رسنۍ او ژورنالیست په لاس کښې دي.

* د ژورنالیست او رسنۍ ازادۍ ددې لپاره ترڅو هر ډول سیاسي او اقتصادي خبرونو ته لاس رسی ولري،ولس او چارواکي سره وتړي،  نه دا چې د دولت او ولس تر منځ فاصلې لا ډېري او ترمنځ اختلافات را وپاروي.

رسنۍ د یوې ټولني په روښانه روزنه کښې تر بل هرچا مخکې ده او کولای شي ښه یي وروزي، د بیان ازادۍ د پرمختګ، پوهې او سیاست لپاره لازم جز دی.

* په یو جمهوري هیواد کښې یواځي ازاده رسنۍ کولای شي جمهوریت مضبوط وساتي ترڅو هر ډول اقتصادي ستونزې تر چارواکو پورې ورسوي، بې کاره له کاره ګوښه او پرځای یي د کار وړ کسان وګماري.

* رشوت، او د کاغذ پرمخ د بیا رغوني پروژې بشپړولو” لکه نن سبا چې په افغانستان کښې ډېري داسې پروژي دي چې د کاغذ پرمخ بشپړي شوې دي“حق حقدار ته رسول هم د رسنۍ کار دی .

* رسنۍ دې  د کلتور په سم ډول ساتلو او د ناوړه دودونو په ختمولو کښې کار وکړي، متاسفانه زمونږ رسنۍ د خپل هیواد په خلکو د نورو هیوادونو کلتور او دود په ډېره سپین سترګي سره تپي دې کار ته د اطلاعاتو او کلتور وزرات هم پام وکړي.

* د خلکو د حقوقو او ګټو خوندیتوب د هر انسان حق دی، رسنۍ دې دا حقوق د قانون له مخې وڅاري هر انسان دې له خپل حق څخه خبر  له خلکو او حکومت څخه دې د خوندیتوب پوښتنه وکړي.

* رسنۍ دې په هیواد کښې مثبت او منفي کړنې په نظر کښې ونیسي، مثبتې کړنې دي تر نورو ورسوي تر څو نور خلک پوه شي، نړیوالي کاروباري ادارې دې ته وهڅوي چې خپله سرمایه په ډاډه زړه ددوئ په هیواد کښې ولګوي، حق به یي خوندي وي.

* د صحت په برخه کښې هم رسنۍ کولای شي ولس له بیلابیلو ناروغیو خبر او د هغوئ په مخنیوي وپوهوي، مثلاً  ملاریا، پولیو، ایډز او داسې نور …

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مجبور او مکلف دی چې رسنۍ وڅاري، مثبت او منفي یي ور په ګوته کړي، تر څو هیواد، جمهوریت، دولت،  کلتور، بازار، اقتصاد او خلک یي د خپل حق او امن تر سیوري لاندې خوندي کړي.

لیکنه: مقتصد ستړی