چهارشنبه , 15 مې 2024

د لومړی مرستیال ځای ناستی به ژر ولسي جرګې ته ور وپیژندل شي.

ولسمشرحامد کرزى غواړي اوونۍ  کې د خپل لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم ځايناستى ولسي جرګې ته ورپېژني.

د افغانستان د اساسي قانون حکم کوي چې؛ د ولسمشر د کوم مرستيال د مړينې يا استعفى په صورت کې جمهور رئيس اړ دى، چې بل څوک د تاييد لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.

ولسمشر هڅه کوي چې په روانو حالا تو کې د هیواد د سیاسي نظام تشه ژر ډکه کړي.

ولسمشر حامد کرزی وايې ولسي جرګې ته د لومړي مرستیال په ور پیژندنه کې به له قومي مشرانو سره مشوره وکړي او داسې څوک به غوره کړي چې دغې څوکۍ ته ښه او مناسب وي.

مارشال محمد قسیم فهيم تېره اوونۍ د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې ومړاو بيا د کابل په بادام باغ غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.