ولي مو ځوانان په زده کړه کښې تر نورو پاته دي؟

لیکنه : تواب بارک

په جنوب حوزه کښي اکثره ځوانان چي منځنۍ زده کړي وکړي یا ثانوي زده کړي تر سره کړي وروسته خو بیا په فکر کوی چی ګواکی عبثي وخت می تیر کړ پر درس باندي او وایی چي تر دې یو دوې پیسې لا ښه دي

چي څولاملونه د دې کیدای شي ځوانان دزده کړو لری او بې برخي کړي ،

❶ د والدینو بې غور ي د اولادو سره ، کله چي ځوان ثانوي زده کړي پای ته ورسوي د کورنۍ له خوا څخه نور اجاره نه ورکول کیږی او ورته ویل کیږی چی نور به درسونو ته خاتمه ورکوې او مسؤلیت یی ورپه غاړه کړي.

❷ د ځوان ما یوسه کول، مخکښي خوبه په ځینو منطقو کښي د زده کړي حاصل یو ډول عیب و خو خوشبختانه چی اوس دا رواج ورو ورو له منځه ځي اوبل دا چي په کانکور کښی ځوانان بې نتیجې شي یو ډول ما یوسه سي خو اصلآ د افغانستان پوهنتونو نه د دې توان نه لري چي دومره محصلین په پوهنتونو کښي جذب کړي خو په کندهار کښي د شخصي پوهنتونو فیصدي نظر نورو ولایتونو ته ډیره کښته ده خو دشخصي پوهنتونو درس هیڅ خوند نه ورکوي او نظر لری چی دا هیڅ فایده نه لري او دملګرو او کورنۍ له خوا د مایوسی پیغام ورکول کیږي خو دا نظر ډیر منفي دۍ.

❸ شتمنۍ ته تر علم ډیر قدر ور کول، د ټول افغانستان په سطحه اکثرآ ډیر خلک ملی ګټي یی تر پښو لاندي کړي وي او شخصي ګټو ته کوري او چی هر رقم وی په یو ډول نه په یو ډول غواړي چي په شتمنیو کښي سیالي وکړي د خلکو سره خو د دې پر ځای باید په زده کړو کښي سیالی وکړل شي چي دا هم د دې لامل کیدای شي چي زده کړو ته شا کړی او پیسو ته مخه کړي.

❹ ناکام فکرونه ، هغه څوک چي شتمن وي د دې پرځای چی درس ته ادامه ورکړي نو دا فکر کوي چي په دې هیواد کښي هیڅوک درس نه شي ویلای او فکر کوي چي دلته دبمونو او وژنو باران دی خو داسي نه ده که چیری ته داسي حالاتو ته په کتو سره درس ونه وایی نو بل رقم خو یی بیخی نه سي ویلای.

 

❺ د تشویق نه شتون ،چي هر څنګه نا ځیرک ځوان وي خو که چیری تشویق شي دا ډیره مثبته نتیجه ورکوي زموږ په ټولنه کښي د دې پر خای چی تشویق شي مایوسه کوي یی یوه ورځ مي دهندوستان دپوهنتون یو سایټ راخلاص کړي درخواست مي ترې وکړي چی څنګه کولای شم درس ته ادامه ورکړم ستا سو په پوهنتون کښي چي سمدستي یی ایمیل راته وکړي او زنک یی راووه چي هرډول وي ته باید زموږ سره درس ووایی چی زه خپله یی ډیر تشویق کړم او ډیر ترې خوشاله شوم

مننه د لوستلو نه مو خدای دي وکړي چي ګټه مو ترې پورته کړې وي .