ولې باید خپل ځان له نورو سره پرتله نه کړو؟

لیکنه: انجینر ایل خان ویسا

په ورځني ژوند کې مونږ هر وخت پدې فکر کې وو چې خپل ځان له نورو سره پرتله کړو، چې دې کار اکثره خلک خصوصاً ځوانان په فکر کې اچولي، دوي تل خپله شتمني، زده کړې، ټولنیز ژوند او نور د خلکو سره پرتله کوي، خپل ځان د نورو سره پرتله کول نه یوازې منفي اړخونه له ځانه سره لري بلکې په ټولنه کې حسد هم رامنځ ته کوي، که د خپل ځان پرتله د سالم رقابت لپاره وي نو ښه خبره ده چې دا نه یوازې خپله شخص ته بلکې ټولنې ته هم خیر رسوي، مثلاً یو څوک خپلې زده کړې د بل کس سره پرتله کوي چې فلانی تر لیسانس پورې زده کړې کړي نو زه باید تر ماسټرې پورې زده کړې وکړم چې دا ډول پرتله د ځان او ټولنې په خیر وي، هر څوک ځان ته ځانګړنې لري، شاید ځینې ځانګړنې چې په یو انسان کې موجودې وي په بل انسان کې نه وي موجودې دا په دې معنا نه ده چې مونږ ټول د ورته ځانګړنې ولرو، مثلاً یو څوک به غریب وي شتمني به نلري او ځینې بیا پیدایښتي شتمن وي نو دا په دې معنا نه ده چې ځانونه سره پرتله کړي، یا یو څوک شاید په درویشت کلنی عمر کې تر لیسانس پورې زده کړې ترسره کوي او پنځه کاله وروسته دنده ترلاسه کړي او بل کس دې په اته ویشت کلنی کې خپلې زده کړې تر لیسانس پورې سرته ورسوي او دنده د په لمړي کال کې ترلاسه کړي نو دلته هر یو ځان ته بیلا بیلې ځانګړنې لري، یا مثلاً یو څوک په شل کلنی کې واده کوي او تر پنځوس کلنی پورې ژوندی وي بل کس په دیرش کلنی کې واده کوي او تر نوي کالونو پورې خوشحاله ژوند لري، یا یو څوک ډیر اولادونه لري خو د خپلو اولادونو څخه ناراضه وي او بل هیڅ اولاد نه لري خو د هغه په پرتله خوشحاله وي، نو له دې څخه معلومیږي چې هر انسان د بل انسان سره نه پرتله کیږي مونږ باید خپل ځان د نورو سره په پرتله نه بلکې د سالم رقابت له لارې تر نورو لوړ کړو عقل، فکر، عزت، اخلاق، زده کړې او خوشحالي دا هغه څه دي چې باید مونږ یې په لاس ته راوړلو تمرکز وکړو او په ورځني ژوند کې ترې په ښو لارو استفاده وکړو چې دا د هر انسان په ژوند کې د بریا او نیکبختی لامل کیږي.