ولې باید نور له WhatsApp څخه Telegram یا Signal Messenger ته واوړئ؟

لیکنه: محمود فهیم

 

کله چې وغواړو له یو چا سره اړېکه ونیسو نو په WhatsApp کښې لیکلی یا ږغیز پیغام وراستوو. ځینې ډېر داسې خلک سته چې د خپلو شخصي پیغامونو د محرمیت هیڅ په کیسه کښې نه دي ښه بېلګه یې د Facebook Messenger کارول دي. ډېر خلک په دې هم نه پوهیږي چې د دوی له پیغامونو سره چې د دغه پلاټفورمونو له لارې تبادله کیږي، څه کیږي؟

راسئ چې له نژدې ورته وګورو.

 

مخکې تر دې چې زه د دغه پلاټفورمونو په اړه قضاوت وکړم زه په پرلیکه خوندیتوب او محرمیت Online Security & Privacy کښې یو ماهر شخص نه یم لیکن په دې اړه مې کلونه څېړنې کړي دي او په دې نژدې وختونو کښې مې خپل لټونی Browser له Google Chrome څخه Firefox ته واړوئ او د پلټنې ماشین Search Engine مې DuckDuckgo وټاکل او دغسې مې په الکترونیکي ژوند کښې له ډیرو نورو اپلیکېشنونو، فایروالونو، ویب سایټونو او خیالي شخصي شبکو څخه مخ اړولی دی. نو زه چې دلته څه لیکم په دې معنا نه دي چې یواځې له ځانه ګډ یم په دغه برخه کښې د کلونو څېړنو او تجربو ویاړ لرم.

 

زما شک د WhatsApp په اړه هغه وخت لا ډېر سو چې فېسبوک WhatsApp په پیسو رانیوئ، په دومره پیسو چې د ټکنالوجۍ په ډګر کښې د یوه اپلیکېشن تر ټولو لوړه بیه وه، فېسبوک WhatsApp په دې خاطر نه دی رانیولی چې ښه خوندي دی او ډېر کاروونکي لري بلکه له WhatsApp سره د میلیونونو کاروونکو شخصي پیغامونه او معلومات پراته وو چې د معلوماتو وږي فېسبوک ته تر هرڅه ډېر ارزښت لري.

دغه لا بیا هم زما لپاره د تشویش خبره نه وه ځکه یوه شرکت د بل شرکت څخه یواځې یو اپلیکېشن رانیوئ.

تر دغه یو څو میاشتې وروسته زموږ په دفتر کښې یوه دنده اعلان سوې وه، ما ته یوه ملګري د مرستې وویل او ما یې هم شمېره له ځان سره وساتل، وروسته مې ملګري په WhatsApp کښې پیغام راواستوئ د دندې اړوند څه معلومات یې پکار وو.

زموږ تر پیغامونو وروسته ما خپل فېسبوک وکتئ چې ګورم د دغه نفر د فېسبوک پروفایل د سپارښتنو په برخه کښې راغئ، ما ته یې شک راپیدا کړ ځکه فېسبوک ویلي وو چې په هیڅ صورت به د WhatsApp ډېټا له فېسبوک سره نه ګډوي چې ښکاره درواغ وه.

خو زه لا تر اوسه WhatsApp کاروم ځکه چې زما په ملګرو او دوستانو کښې تر اوسه څوک له WhatsApp او Facebook Messenger ورها خوا بل اپلیکېشن نه کاروي.

د WhatsApp یو بل ډول هم App Store او Google Play Store ته راغلی دی چې WhatsApp Business ورته وایي او داسې راپورونه هم شتون لري چې په راتلونکي کښې به WhatsApp د کاروونکو پر لومړۍ پاڼه تجارتي اعلانونه هم ږدي. موږ ټول په دې پوهیږو چې مشخص اعلانونه یواخې هغه وخت نشرېدای سي چې یو څوک د چا د ژوند په ټولو کیسو خبر وي ځکه بزګر ته باید د Laptop اعلانونه رانه وړل سي او Engineer ته باید د موچې د سامان اړوند اعلانونه را نه وړل سي. نو په ټوله کښې ویلای سو چې تجارتي اعلانونو د خلکو شخصي ژوند او شخصي معلوماتو ته تر لاسرسي وروسته په درد خوري.

 

ښه، نو اوس باید څه وکړو؟

 

ډېره ښه پوښتنه ده، د Facebook Messenger او WhatsApp لپاره اوس ډېر ښه بدیلونه سته چې Signal او Telegram دي. د دغه دوو اپلیکېشنونو په اړه په App Store او Google Play Store کښې د خلکو مثبت نظرونه هم لیدلای سئ.

دلته به د دواړو اپلیکېشنونو پر ځانګړنو بحث وکړو.

 

سیګنل (Signal)

 

سیګنل په ټوله معنا اوپن سورس، وړیا او خوندي میسنجر دی.

د Android، iOS او Desktop لپاره اپلیکېشنونه لري. د نورو میسنجرانو رقم سیګنل هم د ږغیز او ویډیویي پیغامونو، ږغیز او ویډیويي ټلفونونو، ګروپیز ږغیز او ویډیویي پیغامونو او تلفونونو ځانګړنې لري. یوه بله ځانګړنه یې end to end encryption دی چې هم یې ږغیز او هم یې لیکلي پیغامونه لري. هیڅوک نسي کولای چې ستاسې پیغامونه ولولي او سیګنل وعده کړې ده چې همدغسې به یې ساتي.

بله ځانګړنه یې دا ده چې تاسې کولای سئ یو پیغام ته وخت وټاکئ چې تر هغه ټاکلي وخت وروسته خپله له منځه ولاړ سي. د بیلګې په ډول غواړئ چې یو پیغام مو له یو چا سره د پنځه دقیقو لپاره پاته سي او وروسته له منځه ولاړ سي هم یې کولای سئ او مقابل اړخ په دې اړه هیڅ هم نسي کولای یعنې پیغام مو له پاکېدو څخه نسي ژغورلای.

 

بله ډېره په زړه پورې ځانګړنه یې د Screen Security په نامه ده چې تاسې د Privacy Settings په برخه کښې فعاله کولای سئ.

کله چې دغه ځانګړنه فعاله کړئ بیا مو نه کوم اپلیکېشن پر چټ باندې جاسوسي کولای سي او نه هم تاسې له چټ څخه سکرین شاټ اخیستلای سئ، که پر ځینو اپلیکېشنونو له Facebook باندې شک لرئ چې اپلیکېشنونه مو څاري هم ورڅخه بېغمه یاست.

بله تر ټولو مهمه ځانګړنه یې دا ده چې کله تاسې یو چا ته زنګ وهئ ستاسې تلفون له مقابل تلفون سره یو پټ کوډ شریکوي کله چې د دواړو کوډ سره یو شئ وي تلفون مو صورت نیسي، له هغه څخه بغیر مو تلفون قطع کیږي او بیا ځلې کوشش کوي.

که کومه دولتي څانګه ستاسې انټرنیټ ځاري هغه مو په دغه صورت کښې هیڅ څه نه ویني.

کله چې مو تلفون وصل سو تاسې ته پر سکرین کوډ ښکاره کیږي او له مقابل اړخ څخه یې پوښتئ چې آیا د هغوی کوډ هم همدغه رقم دی، که مو کوډونه سره یو ډول وو خپل تلفون ته ادامه ورکړئ که نه وو تلفون مو قطع کړئ او بیا ځلې کوشش وکړئ.

سیګنل وعده کړې ده چې دوی به په اپلکېشن کښې هیڅ ډول اعلاناتو ته ځای ورنکړي چې تر اوسه پر خپله وعده ولاړ دي. واتس آپ WhatsApp هم همدغسې وعده کړې وه خو چې فېسبوک رانیوئ اوس یې خپله وعده ماته کړه او د کاروونکو په شخصي معلوماتو څار ساتي.

اوس نو که د خپلو شخصي معلوماتو په محرمیت او خوندیتوب ویرېږئ سیګنل تر واتس اپ WhatsApp غوره دی.

 

ټیلګرام Telegram

 

ټیلګرام هم لکه سیګنل داسې دی، APIs او پروټوکولونه یې ټول اوپن سورس دي خو Back end یې پټ دی شاید د معلوماتو د محرمیت په خاطر پټ وي، په اړه یې وروسته خبري کوو.

تلګرام هم له سیګنل د Android, iOS Mac, Windows, او Linux لپاره اپلیکېشنونه لري. تلګرام هم د ټولو ږغیزو او لیکلو پیغامونو لپاره انکرپشن لري او تر بل هر میسنجر ژر پیغام لیږي ځکه چې سرورونه یې په نړۍ کښې پاشلي دي.

د ټلګرام یوه ځانګړنه چې هیڅ میسنجر یې نه لري هغه دا ده چې د فایلونو د حجم لپاره اندازه نه لري یعنې تاسې هر څومره فایل له یو چا سره شریکولای سئ.

نوټ “ما یو ځای ولوستل چې 1.5 GB ځای لري خو دا خبره کره نه ده”

سیګنل او واټس آپ دغه پورتنۍ ځانګړنه نه لري یعنې د فایلونو لپاره یې حجم محدود دی.

ټلګرام د هغه خلکو لپاره هم ډېر ښه دی چې غواړي په یوه ګروپ کښې په زرګونه خلک ولري ځکه په یوه ګروپ کښې سل زره خلک 100000 ځاییږي چې ډېر لوی تعداد دی.

د سیګنل رقم Telegram هم پیغام ته د وخت ټاکلو ځانګړنه لري چې کولای سئ یو پیغام ته وخت ورکړئ چې هغه ټاکلی وخت یې پوره سي او پیغام خپله پاک سي.

ما مخکې وویل چې Telegram هم انکرپشن لري خو دغه انکرپشن په عادي پیغامونو کښې نسته تاسې باید Secret Chat وکاروئ تر څو له دغې ځانګړنې کار واخلئ.

مخکې مې وویل چې د ټلګرام سرورونه اوپن سورس نه دي یعنې موږ نه پوهیږو چې زموږ له پیغامونو سره څه کیږي خو دومره پوهیږو چې زموږ پیغامونه هلته د یوه ساده متن په شکل نه پاتیږي او یا دې امکان ولري ټلګرام زموږ پیغامونه ولولي.

زما هدف دا نه دی چې تاسې په ټلګرام هیڅ باور مه کوئ ځکه تر اوسه د باور نه کولو هیڅ دلیل نسته او درواغ نه وایي.

دغه یو حقیقت بل واورئ!

په انټرنیټ کښې هیڅ معلومات سل سلنه خوندي نه دي نو له دې امله په هیڅ اپلیکېشن او وب سایټ باور نسئ کولای خو هغه چې ښکاره زموږ معلومات غلا کوي او موږ یې وینو باید پر ضد یې اقدام وکړو.