ولې بل درته موضوع وټاکي؟!

لیکنه :  محمد خالص ادیب

ډېری وخت زده‌کړیالان رانه غوښتنه کوي چې تاسو یوه موضوع د مونوګراف له‌پاره راته انتخاب کړئ، زه چې ورڅخه وپوښتم، تاسو په کومه برخه کې زیات مطالعه لرئ؟ دوی راته وایي:” ستاسو خوښه زه څه درته ووایم” خو کله چې بیا زه موضوع ورته وټاکم راته وایي: ”دا خو ډېره سخته ده لږ اسانه راته انتخاب کړه” کله چې بله ورته وټاکې بیا وایي: ”لږ اسانه” خو اخر کې به له هر څه تېر شي خپل د زړه ټکی به درته وکړي چې یو تیار مونوګراف راته راولېږه که ورته ووایي چې راسره نشته بېا ګیلې شروع کړې چې ستاسو اوس په موږ باندې لوره نشته په داسې حال کې چې ته به د دوی د سرلوړۍ او په خیر کار کړې.

په وروستي سمستر کې ما هم له استادانو او د نظر له خاوندانو سره د مونوګراف موضوع اړوند زیاتې سلا مشورې وکړې، ان څو ځله له بلخ ولایت څخه کابل ته راغلم له ګران استاد ګل رحمان رحماني سره مې د موضوع اړوند ډېر جرو بحث وکړ، ډېرې موضوعګانې مې ورسره شرېکې کړې؛ خو دا مې نه ورته ویل چې تاسو موضوع راته وټاکئ.

مطالعه د انسان سترګې شکوي، بندې لارې ورته خلاصه وي، د خپلې پوهنځي اړوند دعلم په سمندر کې خواږه ورباندې څکي؛ نو تاسو کوښښ وکړئ چې له مطالعه سره لیونۍ مینه پیدا کړئ، ځان عاشق مطالعه مو معشوقې ورګرځوئ؛ ځانته کورنو په کتابونه کې جوړ کړئ، کتابونه مو د ژوند تر ټولو خواږه ملګري جوړ وګرځوئ، کله مو چې له مطالعې سره علاقه پیدا او علمي پانګه زیاته شوه، بیا به هېڅ کله د لیسانس دورې په پای کې د مونوګراف له‌پاره د موضوع له کمښت سره مخامخ نشئ.

فرض کړئ، که تاسو په میاشت کې یو کتاب مطالعه کړئ په کال کې به دولس کتابونه شې تر هغې چې پوهنتون دوره خلاصېږي تاسو به اته څلووېښت کتابونه مطالعه کړي وي.

که چېرې تاسو په میاشت کې دوه کتابونه مطالعه کړئ، په کال کې به مو څلورویشت او د پوهنتون په دوره کې به مو شپږ نوي کتابونه مطالعه کړي وي.

که تاسوپه میاشت کې درې کتابونه مطالعه کړي؛ نو په کال کې به مو شپږدېرش او د پوهنتون په دوره کې به مو یو سله څلور څلویښت کتابونه مطالعه کړي وي، که څلور او پنځه کتابونه مطالعه کړئ؛ نو نور الله نور…

تاسو خپله فکر وکړئ، که ددغه قاعدې له مخې ولاړ شئ، څومره به مو د خپل مسلک اړوند مطالعه او معلومات له ځانه سره ولرئ؛ نو له دې څخه معلومېږي چې دا زموږ او تاسو خپله نیمګړتیا ده چې په ځان باندې فشار نه راوړو، مطالعه نه کړو، له ځان سره چل‌ول کړو.

نو لازمه ده چې حده اقل که نور نه وي پنځوس یا سل کتابونه خو بدون د پوهنتون له څو ورقه چپټرونو څخه بېروني مطالعه هم وکړو، په دې سره به مو نه یوازې د پوهنځي اړوند معلومات راسره اضافه شوي وي بلکې یوه پزه به مو هم ځانته اېښې وي کله چې په یوه غونډه یا کوم بل ځای کې خبرې کو، نیم یا یو ساعت خو به د خپل مسلک اړوند خبرې کولای شو.که چېرې تاسو د مونوګراف له‌پاره داسې موضوع وټاکئ چې له ذوق سره مو برابره وي او تر دې مخکې مو هم ورباندې مقالې او سمینارونه وړاندې کړي وي نو له هېڅ ډول ستونزو سره به دې مونوګراف په لیکلو کې مخامخ نشئ.