ولې د بحث کولو پر مهال ناوړه چلند خپلوو؟

ليکنه: محمد امين علمي

ډېر کله د يوې موضوع د شاربلو او پرې باندې د رغنده بحث کولو لپاره ځوانان په خپلو کې سره راغونډ وي، غواړي د يو او بل مخالف نظرونه، اندونه او د ايډيالوژیو د څېړلو په موخه بحث سره وکړي. يا هم په نا رسمي ډول په بحث کې ښکېل پاتې شي. د خپل اند او ځانګړي سبک او تېوري له لوري په هماغه موضوع خبرې سره تبادله او يا هم غواړي خپلو نظريو، وړانديزونو ته د خبرو اترو له لارې راوړاندې شي او بحث مخکې وغځوي. يا هم ډېر کله غواړي له خپل سيال سره د سيالي تر څنګ په ياده موضوع کې نظر ووايي .

د پراخې مطالعې، زغم او د بل نظر ته د نه احترام له کبله يوه ډله يا هم يو څوک ډېر کله د بحث کولو په اوږدو کې د بحث له پولې اوړي، په يو نه يو ډول هڅه کوي، چې څه ډول سيال هغه که په هر ډول ولې نه وي تر تاسير لاندې راولي. او د بحث کولو واګې پخپل لاس کې واخلي. دا ډول ناسمې کړنې ډېر کله د ځوانانو او په ځانګړي ډول د بحث کوونکو تر منځ د شخړې د رامنځته کېدو لامل شي. په داسې حالاتو کې د بحث کولو يوه ډله بلې سيالې ډلې ته د منلو پر ځای له بحث کولو ځان ګوښه کوي. دا ددې لپاره چې د بحث کولو تله يوې خوا ته مايله وي او د بحث کولو چاپېريال دېته برابر نه وي، چې يو لوری له بل لوري سره پرې بحث وکړي. يا دا ډول بحثونه هغه وخت بې پايلې ثابتېدای شي، چې د يوې خوا ملګري سره راغونډ وي، بل خوا د ګوتو په شمېر کې يا يو تن بحث ته راوړاندې شوی وي. که څه هم پداسې مواردو او حالاتو کې بحث کوم رنګ نه راوړي او نه هم کومه ګټه ترې کېږي؛ خو بيا هم اړينه ده چې د مخالف نظر لپاره سړی له پوره زغم او حوصلې کار واخلي. د بحث د غځولو لپاره که څه هم وخت به دومره ډېر نه وي، خو پکار دا وي، چې ځوانان او په ځانګړي ډول د بحث کولو هر لوری بايد پر روانې او وړاندې کېدوونکي موضوع خبرې سره تبادله کړي. په بحث کولو کې د موضوع له پولو وا نه وړي. شخصي حريم ته د درناوي تر څنګ متقابل احترام هم په پام کې ونيسي. بحث د شخصي کېدو پر ځای بايد د موضوع له ګرداب سره سم مزل وکړي.

په ورته وخت کې د بحث هر ګډونوال ته پکار دي، چې د اړوندې موضوع په تړاو بحث تر سره کړي، د شيندلو او نا کره موضوعاتو پر ځای بايد پر ټاکلې موضوع بحث تر سره شي. که څه هم د وګړو تر منځ د بحث کولو پرمهال ډېری يې پدې اند او نظر وي، چې ګواکې زما خبره تر نورو ګردو ښه او قانع کوونکې ده؛ خو خبره داسې نه ده حتماً به په خبرو او بحث کولو کې د وګړو تر منځ د نظر اختلاف شتون لري، ستا او د مقابل لوري د خبرو او نظريو تر منځ به لوی توپير تر سترګو کېږي. يوه ځانګړې او بې پايه ستونزه چې ځوانان تل د سرېښو د ډنډ په څېر پکې ښکېل وي هغه د يو او بل له خبرو سره ناسم غبرګون او بې ځايه د يو او بل په هره خبره نه خبره کې شخېدل او د يو او بل په خبرو کې ځانونه ښکېلول دي. له موضوع څخه د ځان د نه خبرولو او يا هم پخپل سر بحث ته وردانګل، که څه هم دا ډول ناوړه ښکېلتيا او بحث کول ددې پر ځای چې بحث يوې نسبتا ښې پايلې ته وغځېږي، ډېر کله ځوانان په خپلو کې د اخ و ډب تر پولو ورسوي او پر يوه نه ختمېدونکي جنجال کې پاتې شي.

ددې پر ځای چې علمي بحث پر مخ يوسي، بحث ترې ناندرېزې بڼې ته واوړي، شور، غوغا د منلو پر ځای دواړه غاړې د خپل سيال د نظر پر وړاندې د غبرګون پړي لا پسې کلک کړي.

که څه هم دا ډول بحثونه ډېره پخوانۍ مخينه لري، د کور کلي له تود پيتاوي، بنډارونو، لوبو، د چای څښلو، ډوډۍ خوړلو، ښوونځي، پوهنتون، کاري چاپېريال، تم ځای کې د ودرېدو پر مهال، د سياحت پر مهال ……. او دېته ورته په ګڼو نورو ځايونو کې هر دوهم، درېيم کس د دا ډول بحثونو سره لاس او ګرېوان وي. دا ډول ناوړه پديده؛ ناوړه يې ځکه بولم چې پایله يې د پوهولو او غوږ نېولو پر ځای ډېر کله تر اخ و ډب ځان رسوي، کوم مثبت څه په لاس نه راځي او تر ټولو يې بده لا دا چې وخت مو پې ضایع کېږي. ددې ډول بحثونو د ښه پر مختګ او د مثبتې پايلې د لرلو لپاره اړينه ده چې له پوره زغم او حوصلې کار واخېستل شي، که څه هم د ښه تحليل لپاره د پراخې مطالعې تر څنګ د خبرو اترو وسعت ته هم اړتيا وي؛ نو پکار دا ده چې دا خواوې او بعدونه سړی په نظر کې ونيسي؛ تر څو د يو ښه، کره، رغند، او منل شوي، وړ بحث ته د لارې د هواري تر څنګ د سيالې ډلې زړه راخپل او د نورو وګړو د پام وړ وګرځي.