ولې شاعري کوو؟

لیکوال: یونس تنویر

د ژوند درایت په دې کې دی، چې د ذهني ودې د پرختیا چټک تکامل  ولرو. دغه تکامل په ګردو فنونو او علومو راځي. ولې شاعري پکې هغه هنر دی چې د ماشوم په شعور کې تکامل راولي. دغه تکامل ډېر چټک وي. یو ماشوم په تدریجي ډول ذهني وده کوي. په دغه مرحله کې یو قسم تدریج، ډېر ورو وي. او یو قسم تدریج ډېر په تېزۍ سره، مخته تګ کوي. شاعري د همدغه دوهم تدریج فاعله ده.

ځکه شاعري د انسان په معنوي او روحي ساخت بوخته وي. او ساینسي علوم د انسان په مادي ساخت. طب د یوه انسان طبیعت نه شي ارامولی. ولې یوه انسان ته مستند لاس ورکولای شي. مګر شاعري د انسان فطرت ته سکون ورکوي. د انسان د سکون لپاره تر ټولو ستر هنر شاعري ده. او کله چې انسان ارام وي؛ نو په هر شي کې د فکر کولی شي. او انسان په دې مامور دی چې فکر وکړي. همدغه فطرت د انسان د شاعري سره تعلق لري. که موږ هر څوک و. یانې که ډاکتر و. که انجینر و. او یا ملا ، او… و. زموږ همدا فطرت له موږه، مترنم اوازونه غواړي.

حضرت ابوبکر صدیق (رض) هغو کسانو ته ویل چې نوي به مسلمانان شوي و. او د قران کریم په لوستلو به یې ډېر سخت ژړل: چې موږ هم ستاسو په څېر به ډېره سخته ژړا کوله. خو اوس مو زړونه نرم شوي دي.

کله چې  د انسان فطرت د یوه شي په ډېرښت مړیږي؛ نو د دې دندې د مخته وړلو لپاره یوه بله ژبه په کار وه. کنه د طالبانو د نفوس د زیاتولو لومړنۍ وسیله د فقیر درویش او داسې نورو په خوله ویل شوي اشعار و.

نو هم هغه وه چې د تابعینو او تبعه تابعینو په وخت کې اسلامې تصوف شاعرۍ ته ور دننه شو. او دا دلیل د شاعرۍ لپاره، تر ټولو ښه دلیل دی.

همدا فطرت په انسان کې بصیرت پیدا کوي. او همدا شی د انسان عقل لویوي. او خیال د عقل څخه دومره زورور دی، کله چې د یوه غایب په اړه خبره وشي؛ نو خیال یې د غایب شخص څهره ستا تصور ته را ولي. او ستا تصور یې انځور کړي.

د استاد ناګار څخه روایت دی چې (د قران کریم اعجاز په تالیف کې دی) او تالیف بیا د بلاغي علومو په واسطه جوړښت مومي. او شاعري ټوله په بلاغت ولاړه ده. نو د قران کریم په لوستلو د انسان ذهن تر ټولو زیات تکامل پیدا کوي. او شاعري هم د همدغه حسن پلیونې ده؛ نو طبعاً انسان ته شاعري سکون ورکولای شي.

شاعري دا نه ده چې د انساني سکس غړي دې، پکې ونمانځي. بلکې د نور محمدي او د دغه نور د سرچینې ستاینه چې پکې شوې وي، هغه شاعري ده. او د همدې نور څخه  عالم ارواح ظهور موندلی دی. یانې په ټولو انسانانو کې دغه نور شته. او ددغه نور د ستایلو لپاره د انسان فطرت اړ دی چې شاعري وکړي. یا یې ولولي. ځکه الله تعالی (ج) ښکلی دي او ښکلا خوښوي. او شاعري د همدې لپاره را ټوکېدلې ده. نو د شاعري فطرت په همدغه حسن ولاړ دی.

نو کله چې ماشوم د انسان په دې حسن، پوه شي. هغه بیا د هر شي په فطرت پوهیږي. او چې غریزه یې په کوم علم کې را زرغونه شوه؛ نو ډېر په شوق سره به، په هغه علم کې خواري کوي. ځکه چې دی د یوه شي په ادراک مسلط شوی دی. په فضلیاتو قاموس کې اداراک: بصیرت او باطني احساس ښودل شوی دی. چې دغه بیا درې صورتونه لري: یو یې حواس دی. دوهم یې تخیل دی او درېیم یې ممیزه قوه ده. دا شخص، هیڅ وخت میخانیک نه شي پاتې کیدای. ځکه چې شاعري یو داسې بصیرت ورکړی، چې انسان فکر کولو ته زیات اړ کوي. او فکر دی چې انسان ته تخلیقي قوت ورکوي. موږ داسې ډېر مثالونه لرو چې یو ښه ډاکتر یا دین عالم د ادبیاتو په برخه کې دومره مطالعه لري، چې تر اوسه یې خلک د هغه د علم تقلید کوي.

موږ دا نه وایو چې ټول دې شاعري وکړي. او ضروري هم نه ده. دا خاصه پوهه ده چې په ځینو خلکو کې موجوده وي. هر څوک باید ددې شي د جوړښت هڅه ونه کړې. ولې ددې مطالعه اړینه ده. او دا به مو په علم کې وسعت پیدا کړي.

ولې شاعري ونه کړو؟

انسان ته الله تعالی یوه داسې قوه ورکړې ده، چې انسان پرې قادر وي. د همدې قوې په واسطه انسان کناه، ظلم کوي. یا نیک کارونه پرې کوي. د همدغه ذلت یا عزت په واسطه انسان د الله تعالي(ج) په مخ کې دریږي. او حساب کتاب به ور سره کیږي.

ددې قوې د قابو کولو، لویه وسیله د الله تعالی په پېژندنه باندې ولاړه ده. او چا چې د خدای (ج) وپېژانده، هغه بیا هیڅ وخت غرور نه پیدا کوي. او څوک چې غرور نه لري؛ نو عاجز وي. او په صوفیانه شاعرۍ کې  همدا پیژندنه ډېره ګړندې ده. که مو زړونه پاک او د خدای (ج) د هغې لارې پلیونې ونه کړو، په کومه لاره چې رسول اکرم (ص) تللی دی؛ نو د شاعرۍ له لیکلو دې لاسونه ومینځي. ځکه شاعري ډېر پاک هنر دی. او د زړه پاکي هم ور سره ضروري ده. ممکن ووایو چې کافرانو هم ښه شاعري کړې ده. ولې  دا هم ویلی شو چې کافرانو خو یو داسې ساینس هم ایجاد کړی دی، چې ساري یې په  دې زمانه کې، نه پیدا کیږي.

خبره دا ده چې زموږ زړونه د خدای (ج) په معرفت زرغون شوي دي. او رسول اکرم (ص) پلیوني مو غوره کړې ده. نو شېدو ته خړې او چټلې اوبه  ور واچوئ د شیدو خوند به مو پاتې شي ؟ د هغو زړونه خو هسې هم په همدغه خړو اوبو خړوب شوي دي. نو د دوی د شاعرۍ خوند به هم همدا د خړو اوبو وي، نه د شېدو.

او زموږ شاعري خو تلپاتې حسن نمانځي. ددې حسن د لمانځلو لپاره مشاهده پکاره ده. او همدا مشاهده په پاکۍ سره رامنځته کیږي.

که یو انجینر ښکلې ماڼۍ جوړه کړي ؛ نو د وخت په تېریدو سره، بدرنګه کیږي. ځکه چې زړه او خواره کیږي. د خلکو تر منځ عادي کیږي. بیا یې ممکن څوک نندارې ته رانه شي. ولې د کاظم خان شیدا شاعري به، لا نور لوستونکي هم ولري. او خوند به ترې اخلي. ځکه چې شاعري داسې شی، نه انځوروي چې هغه دې د خلکو د غوښتنې مخالفه وي. تلپاتي حسن په هر وخت کې خپل مقام لري. یانې هیڅ وخت خپل حیثیت له لاسه نه ورکوي.

د شاعرۍ په مضامینو کې وسعت دومره پریمانه دی، چې ساینس یې عاجز دی. نو کله چې انسان په دې پوه شي چې مادي حسن مري. هغه به بیا تل د تلپاتې حسن لمانځونکی وي. او همدا شی مو له ګناه څخه ساتي.

څنګه باید شاعري وګړو؟

د شاعري تلپاتې ارمان او تلپاتې مضامین هم همدا مضامین دي. چې تل یې په حسن پسې د مینې اقتدا کړې ده.

د شاعرۍ تلپاتې مضامین همدغه صوفیانه مشاهدې دي، چې په شعر کې د عاطفه، تخیل، فکر، او احساس په واسطه روانې شوي وي. او ددغو توکو لپاره د ژبې د ارایې تړون باید بدل شي. یانې ژبه باید له خپل اصلي شکل څخه یو بل شکل ته واوړي. او دغه شکل په شعر کې د عامو محاورو، جوړښت ماتوي.