ولې له کتاب او مطالعې سره پردیتوب؟

ف، فایض

نن ګورو چې په نړۍ کې یو شمېر هېوادونه پر مخ تللي دي، د ساینسي او تکنالوجیکي پرمختیاو په برخه کې دومره پر مخ تللي چې سړی ورته حیران شي، او ځینې بیا دومره وروسته پاتې دي چې د نړۍ په سیاسي قاموس کې ورته د «درېیمې نړۍ» اصطلاح کارول کېږي، حال دا چې دواړه انسانان دي او که له دې زاویې نه ورته وکتل شي؛ نو څه توپیر نه لري؛ خو فرق په څه کې دی، توپیر دا دی چې هغه پرمختللي هېوادونه شپه او ورځ کار کوي او د هغو وروسته پاتې هېوادو اوسیدونکي د غفلت په خوب ویده دي او دا ضرب المثل یې په باب صدق کوي چې:

 

الله یاره، مه جغ کوه مه سپاره، خدای به یې درکړي په تیاره.

 

نن شکایت کېږي چې امریکا پر ټوله نړۍ حکومت کوي؛ خو امریکا دې مرحلې ته د ځان رسولو له پاره یې پر ځان شپه او روځ یوه کړې ده. لکه په همدې نژدې ماضي کې یې چې د مالیو د لوړلو په برخه کې له چین نه «۲۰۰ ملیارده ډالره» باج واخست، چین په یوه سترګه ژړل او په بله یې خندل؛ خو دا باج یې ورکړ؛ ځکه مجبور و، که دا باج یې نه وای ورکړی، نور تاوان یې هم کاوه. همداسې یې یو شمېر عربي هېوادونه دې ته اړ اېستل چې تر ۱۲۰ ملیاردو ډالرو په زیاتو پیسو امریکایي وسلې وپیري او که نه، نور تاوان یې هم کاوه، چې ډېر تفصیل ته یې نه ځم؛ ځکه زما اصل موضوع بل څه ده.

 

کومو هېوادونو چې پرمختګ کړی دی د تعلیم او تعلم له لارې یې کړی دی، د هغوی د تعلیم کچه لوړه ده او کوم چې وروسته پاتې دي، هلته د تعلیم بهیر ډېر ورو روان دی. زه دلته د خپل هېواد خبره کوم، متأسفانه موږ نور خو لا څه کوې چې د خپلو ګاونډیو هېوادو سره هم خصوصاً په دې برخه کې د سیالۍ نه یو. پاکستان همدا اوس د یو شمېر ورځپاڼو لکه جنګ، نوای وقت، پاکستان، امروز او نورو تیراژ له یو میلیون پورته دی، زیاتره ورځپاڼې هممهاله له راولپنډۍ، لاهور او کراچۍ نه یو ځای خپرېږي، چې د منځ مخونه یې یو شی وي؛ خو بهرني مخونه یې سره توپیر لري؛ خو زموږ هغه ډېر عمده ورځپاڼې ښایي له درې زرو نه زیات تیراژونه لري، چې بیا بل مشکل یې د توزیع دی. زیاتره ورځپاڼې فقط په کابل ښار کې توزیع کېږي او ښایي ډېرې لږې شمارې یې نورو لویو ښارونو ته ورسېږي.

 

دا خو یوه ستونزه ده، بله ستونزه دا ده چې زموږ په هېواد کې د کتاب، ورځپاڼې او مجلې مطالعه دومره کمزورې ده چې سړی یې په نشت حسابولای شي. زموږ هغه ډېر تکړه ځوانان اوس فقط د فېسبوک له دنیا نه بهر نه وځي، حال دا چې په فېسبوک کې په خپریدونکیو مطالبو کې له ریښتیاو نه دروغ ډېر وي او ان چې داسې مطالب په کې خپرېږي، چې د اخلاقو له سرو کرښو نه په کې عبور شوی وي او ان چې د انساني کرامت له شان سره نه ښایي. دغسې لیکنې هغه څوک کولای شي، چې نه کومه سالمه عقیده ولري او نه په کوم ارزښت باور ولري. باور وکړﺉ چې زموږ په پوهنتوني استاذانو خصوصاً په ولایتي پوهنتونونو کې داسې استادان شته چې په ګرد کال کې به ښایي یو کتاب هم په مکلمه توګه نه لولي، بس څه یې چې په پوهنتون کې لوستي دي، هغه نوټونه یې له ځان سره ساتلي دي او د همغو له مخې شاګردانو ته نوټ ورکوي، نور نه تحقیق شته، نه د تحقیق ضرورت پېژني، او اړوند مقامات هم اړوندو پوهنتونونو ته هیأتونه، نه استوي، چې وګوري دغه استادانو شاګردانو ته څه ور زده کړي دي؛ نو که دا حال وي، طبیعي ده چې د ځوانانو، راتلونکی سړی روښانه نه شي ګڼلای. موږ کتابتونونه نه لرو چې ګوتو په شمار کسانو نه اخوا څوک سر نه ور ښکاره کوي. زه پخپله په ۱۳۷۳ او ۱۳۷۴ کلونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونو رییس پاتې شوی یم چې په دې اړه لږو ډېره تجربه لرم. که څه هم له ۲۰۰۱ نه را په دې خوا زموږ په هېواد کې له کتاب او مطبوعاتو سره مینه یو څه زیاته شوې؛ خو د ورځې په تېریدو سره د دې بهیر هم لکه ژرنده چل په کښېناستېدو شو او د دې فرهنګ پاڼه ورو ورو مخ په ژړېدو شوه. په ۲۵/۱۱/۱۳۹۸ نېټه زه د ننګرهار ولایت، کامې ولسوالۍ ته ولاړم چې د پښتو ژبې د درانه لیکوال او محقق ښاغلي استاد محمد آصف صمیم د زوی، وقار جان د ښادۍ په ولیمه کې شریک شم، زه سهار له وخته د کامې خوا ته روان شوم، تر هغې چې د مېلمنو ګڼه ګوڼه جوړېده، ما د استاد صمیم هغه کتابتون وکوت چې له خپلې مېنې سره جوخت یې د عامه خدمت له پاره جوړ کړی. زه او صمیم صیب په کابل پوهنتون کې سره همدوره او په لیلیه کې هم په یوه کوټه کې وو، ما ته د هغه د کتاب را ټولولو ټول جریان معلوم دی او د ډېر څه خو عیني شاهد یم، بیا چې د ۱۳۵۷ کال د ثور پر اوومه، پر هېواد د روسي کمونیزم سیلۍ را والوته؛ نو په یوه مرحله کې صمیم صاحب خپل کتابونه پر اوښانو بار د مومندو له لارې پېښور ته انتقال کړل او هلته یې د مهاجرت په ژوند کې کور په کور له ځان سره وګرځول، ځکه هلته خو مهاجرو خپل کورونه نه درلودل. بیا چې بېرته هېواد ته را ستنېده؛ نو کتابونو ته یې ځای جوړ کړ او هلته یې په کې ځای پر ځای کړل؛ خو متأسفانه چې د لوستو یې څوک نشته، فقط کله چې د ننګرهار پوهنتون هغه هم د ادبیاتو پوهنځي شاګردان د خپل فراغت رساله یا مونوګراف لیکي؛ نو یو نیم کامې ته هم سر ور ښکاره کړي چې د استاد صمیم له کتابتونه څه استفاده وکړي. موږ په ننګرهار ولایت کې د ولایت د مرکز په کچه یو دغسې کتابتون نه لرو؛ خو استاد صمیم د یوې ولسوالۍ په کچه دا خدمت کړی دی چې له دغه کتابتونه د ګټې اخستونکي تقربیاً په نشت حساب دي.

 

د ښاغلي استاد صمیم کتابتون خو په اصطلاح مشت نمونۀ خروار و چې یادونه یې وشوه؛ خو د کتاب نه لوستو ناروغي په موږ کې عامه ده. زما له کتاب سره ډېر سر و کار دی او ډېری کتابپلورونکي مې دوستان دي چې په میاشت کې یو ځل دوه ځله پرې خامخا ګرځم او کوم یو نیم د خوښې کتاب هم را نیسم، خو د هغوی ټولو شکایت دا دی چې د کتاب پلورنې بازار تر پخوا ډېر سوړ شوی دی. د دې عمده لامل دا دی چې د کتاب له لوستلو سره خصوصاً زموږ د ځوانانو مینه کمېږي، بس چا چې تر کومې کچې پورې زده کړې کړي دي پر همغې یې اکتفا کړې  او نوره یې تر ډېره له کتاب او مطالعې سره خدای پاماني کړې ده. دغه د نه مطالعې فرهنګ په اصطلاح د مطالعې او کتاب کساد بازاري زموږ د هېواد پر وضع هر اړخیزه منفي اغېزه ښندي، زموږ هېواد د ترقۍ له کاروانه ډېر وروسته پاتې دی، د جنګ فرهنګ غالب دی، وژل را وژل به دي او په هر څه کې مو لاس پردیو ته اوږد دی. په دې کې پخپله د ولس ګناه هم ده؛ خو حکومت هم هېڅکله بېګناه نه شو ګڼلای.

کاپي…