ولې موخو ته نشو رسېدای

لیکوال: قطار ظفري

انسان یو ټولنیز مخلوق ده او باید د خپلې بقا لپاره ځانګړې ترحې او پلانونه ولري تر څو موخې ته ورسېږي.خو موږ او تاسو به ډېر لېدلي او اورېدلي وي؛ چې ځینې خلک بیا وایي چې ومې نشوای کړای، چې ټاکلې موخې ته ورسېږم او یا هم ډېره ستونزمنه ده، چې خپلې موخې تر لاسه ګړمه.

اوس سوال دا ده، چې ولې موخې ته نشو رسېدای؟

ایا شخص،کریکټر او یاهم فاعل کې ستوتزه ده که پلان او طرحه کې، چې اصلې موخې ته نشو رسیدای؟

پورته پوښتنې داسې ځوابولی شو:

لومړی خو د نړۍ زیاتره خلک د موخې په ټاکلو کې ستونزه لري دا ستونزه بیا په بېلا بېلو عواملو پورې اړه لري، چې ځینې په لاندې ډول دي

۱- شخصې انګېرنه: یوکس په داسې یوه کورنۍ کې زېږېدلی او لوی شوی وي، چې هغه بشپړه د سنتي کلتور پلوي وي خو یاد کس بیا له ابتدایي زده کړو وروسته د هېواد دننه یا هم له هېواد بهر د لوړو زده کړو لپاره ملا تړي. نوموړی هلته له بېلا بېلو فرهنګو، رواجونو، څېرو، کړنو… سره اشنا کېږي یاد کس د شخصي انګېرنې له مخې غواړي نوښت او بدلون په خپل ژوند کې راولي تر څو له استبدادي او سنتي ژوند څخه بهر شي.

نو په دې وخت کې د خپل ژوند د معیارونو د بشپړولو لپاره د ژوند، تعلیم او کار لپاره موخې ټاکې خو یادې موخې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کورنۍ او ټولنې ته نامناسبې ښکارې حال دا، چې دا موخې به په بشپړه مانا سمې او اصولي وي. خو کورنۍ او ټولنۍ د یاد کس په مخ کې خنډ جوړېږي.

چې په همدې وخت کې فاعل په خپل ټول توان او مبارزي سره بیا هم نشي کولای؛ چې خپلې موخې ته په اسانۍ سره ورسېږي.

 

۲- دامکاناتو ضعف: ځینې وګړي بیا هغه وخت له خپلو موخو محروم شي کله، چې موخې د د ژوند داړتیاوو او وړتیاوو سره برابر وي خو امکانات کمزوري وي. د بېلکې په ډول سره یو کس د ژوند له پیل سره داسې پلان جوړه وي، چې زه باید له لوړو زده کړو وروسته ماسټري هم بشپړه ومه او دنده به ترسره کومه.

خو کله چې له پوهنتون څخه فارغ شي یو دم یې ژوند کې بدلون راځي (کورنۍ ناخوالې، غربت، اقتصادي ستونزې …) په دې وخت کې یاد کس وړتیا لري، چې خپلو موخو ته ورسېږي خو پراته یاد خنډونو یې مخه ډب کړې وي او نشي کولای تر ټاکلي هدفه ورسېږي.

۳- سیاسي حالات: موږ تر ټولو زیاتې ترخې تجربې له خپلو نېمګړي سیاسیونو څخه لرو.

یادو سیاسیون زموږ دین، فرهنګ، تعلیم زراعت اقتصاد… تر ټولو زیات اغېزمن کړی.

سیاسي حالات هم د موخې خنډ کېدلای شي مثال په ډول سره یوکس د خپل ژوند دبهبود لپاره غوره ټاکنه او موخه (کار ، تعلیم، ګډ ژوند …) ټاکې خو سیاسي حالات د ده په ژوند اغېزه کوي.

او دی نه پرېږدي، چې خپلې موخې ته ورسېږي نوموړی د خپل هدف لپاره لالهانده وي خو جګړه، وژنه، هجرت او غربت یې مخه نیسي.په دې وجه دي له خپلې موخې څخه محرومېږي.

۴- تر ځان لوړ انتخاب: یو لامل یې دا هم کیدای شي چې ځینو کسانو تر ځانه لوړه انتخاب او موخې ټاکلې وي خو یاد کس د دي ظرفیت او وړتیا نه لري چې خپلې موخې ته ورسېږي.

مثال یو کس وایې زه باید په راتلونکي کې والي شمه یاهم زه باید کانکور ، پوهنتون، سکالرشیف کې لوړې نمبرې واخلمه خو یاد کس د دې وړتیا نه لري نو هغه ده چې له موخې پاته شو.

۵- وخت او صبر:

موخې ته په رسېدو کې لوی خنډ د کافي وخت نشتون ده.

زیاترو خلکو داسې موخې ټاکلې وي چې هغه په لنډ مهاله ډول نه ترلاسه کېږي. نو په دې دلیل هم ځینې وخت خلک موخو ته نشي رسېدای.

همدارنګه بې صبري هم د موخې دنه تر لاسه کولو ستر علت کېدای شي.کله چې یوکس موخه ټاکې باید خپلې موخې ته تر رسېدو لپاره لویه حوصله ولري کنه هدف ته رسېدال به ستونزمن وي.

نو په اخره کې ویلی شو چې پورته ټکي باید په نظر ک ونیسو او وروسته له هغه باید خپلې موخې وټاکو تر څو په اسانه او ارزانه ډول ورته ورسېږو او یوه بله خبره چې تل یې د خپل ژوند اصل وګرځو؛ هغه مبارزه ده یعنې موږ باید ژر ماتې ونه خورو.

او تل مبارز واوسېږو ان شاالله چې بریالي به یو.